<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-12 19:24:09    
د سرتېری شيانګ نان لين کيسی

cri

ګرانو اورېدونکو، د ژوند په چين کې د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه ليلا هر کلی کوم! شيانګ نان لين د چين په شمال ختيځ هی لونګ جيانګ ولايت د جيا مو سه ښار په ځواکونو کې يو معمولي ځوان سرتېری دی چې ځانګړی غنی پوهه لری او په هنري برخه کې يې هم ډېر تکړه دی . په نننۍ پروګرام کې به تاسو اورېدونکو ته د شيانګ نان لين د ژوند په اړه معلومات وړاندی کړو.

دغه سرتېری چې لوړ او خوږ غږ لری ،د چين د شن يانګ پوځي سيمې د لوړې خولې توپخانی د يوه ټولګی مشر او دده نوم شيانګ نان لين دی . هغه په ١٩٨١ کال کې د چين په جنوب لويديځ سه چوان ولايت کې په يوه بېوزلي سيمه کې زېږېدلی دی. په ١٩٩٩ کال کې په ځواکونو کې له ګډون مخکې د ښوونکی په اند شيانګ نان لين يو ښه

زده کوونکی و . خو په پوهنتون کې يې د خپل ورور د زده کړې لپاره د خپلی زده کړې فرصت له لاسه ور کړ او په ځواکونو کې ور ګډ شو .

شيانګ نان لين په پوځ کې د زده کړې لپاره لاهم کوښښ وکړ، دلته يې زيات شمېر کتابونه ولوستل .

شيانګ نان لين په ٢٠٠٤ کال کې د ځواکونو د مهماتو ترميمولو په يو سيالۍ کې لومړی مقام وګاټه . تر هغه وروسته له غوښتنې سره سم په ځواکونو کې زاړه مهمات بايد په نويو مهماتو بدل شي،د فني کسانو د نشتوالی په حال کې شيانګ نان لين د پوځي مهماتو څېړنې د ځانګړی ډلی د مشرۍ غوښتنه وکړه . ده وويل

ما پخپله دغه دنده پر غاړه واخيستله او له دی مخکې مې چمتووالی درلود چې د ځينو معلوماتو د زده کړې له لاری له ملګرو سره يو ځای د مهماتو د بدلون لپاره کوښښ وکړم .

دغه راز شيانګ نان لين او دده ملګري د هرې ورځې د سهار له څلور بجو څخه د نويو پوځي مهماتو د څېړنې کارونه کړی او تر دريو مياشتو وروسته يې د نويو مهماتو چلولو په اړه يو ښوونيز کتاب ليکلی ، ٦ نرم زيرميزونه جوړ کړی او ١٥ تنه د مهماتو چلونکی او ٥ تنه ښوونکي روزلی دی .

شيانګ نان لين په ځواکونو کې د ٩ کلونو په ترڅ کې ٦ ځله کاري ځايونه بدل کړی او څو ځله يې جايزی تر لاسه کړي دي. شيانګ نان لين د يو سرتېری په توګه لوړ پوځي کيفيت او غنی کلتوري پوهنه لري . بر سيره پر دی له خپلو ملګرو سره دده مرستی هم د ستاينې وړ دی .د شيانګ نان لين يو ملګری جيانګ باو چنګ وويل :

هغه په ژوند کې ډېر سپموونکی دی او له خپل پلان سره سم پيسی لګوي .

په ٢٠٠٦ کال کې د جيانګ باو چنګ کلی د وچ کالۍ له مصيبت سره مخامخ شو ، که پر وخت څاګانې نه وای کيندل شی،غلې دانې به يې نه وې تر لاسه کړې . خو د څاګانو د کيندلو لپاره ٤ زره يوانو ته اړتيا وه او جيانګ باو چنګ هغه مهال دومره پيسی نه درلودې . شيانګ نان لين د دغو حالاتو تر پوهېدو وروسته د ٣ زره يوانو پيسی خپله راغونډې او له نورو ملګرو څخه يې زر يوانه واخيستل او د جيانګ باو چنګ کورنی ته يې ورکړی . ورپسی د څاګانو د کيندلو له امله ډېر ګڼې غلې دانې تر لاسه شوي دي .

د شن يانګ د پوځي سيمې د سياسي اداری چارواکی تورن جنرال جانګ تيه جيان وويل د شيانګ نان لين کيسه نه يوازی په ځواکونو کې د سرتېريو يوه ښه بېلګه ده،

بلکی په ټولنې کې د ځوانانو لپاره هم د زده کړې وړ ده.

ګرانو اورېدونکو ، د ژوند په چين کې پروګرام په نننۍ کړۍ کې مو تاسو ته د سرتېری شيانګ نان لين کيسه وړاندی کړی . هيله ده چې زموږ پروګرام خوښ شوي وي. هر چېری چې وئ، روغ او خوشحاله اوسئ!