د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د يانځه سيند په دريو تنګنيو کې د اوبو کنترول پروژې د استخدام شرکت د ادارې ارګان د مې په دوولسمه نېټه وويل اوس د دغې پروژې جوړونه او توليد په عادي توګه روان دی. د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې وروستۍ زلزلې د اوبو پر بند منفی اغېزه نه ده کړی.
د مې د دوولسمې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د رېختر په کچه اوه اعشاريه اته درجه زلزله پېښه شوه. په ځينو سيمو کې ودانۍ په څرګنده توګه ولړزېدلې، ډېر ښاريان له ودانيو څخه ووتلل او په واټونو کې راغونډ شول.