د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د مې په دوولسمه نېټه خبر ور کړ چې د القاعدې ډلې د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه پر انټرنيټ شبکه وويل يو مهم مشر يې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافی ځواکونو لخوا وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د وژل شوی مشر نوم ابو سليمان العتيبي دی او د افغانستان په ختيځ پکتيا ولايت کې له ايتلافی ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی. په وروستيو ورځو کې د افغانستان امنيتي پوځ او ايتلافی ځواکونو د دغه هېواد په جنوب او ختيځ کې د القاعدې ډلې په موخه لوی پوځي عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې د القاعدې ډلې زيات شمېر غړی او وسله وال طالبان وژل شوي دي.