د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د روانې مياشتې په ١٢ نيټه له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريخترپه کچه اوه اعشاريه اته درجه زلزله وشوه. د دغې زلزلې لړز د چين د نينګ شيا، چينګ های او شانګ های په ګډون څه دپاسه لس ولايتونو او لويو ښارونو کې احساس شوې ده. د همدې ورځې له غرمې وروسته تر شپږو بجو پوری د دغې زلزلې له امله شاوخوا ١٠٧ کسان وژل شول.
د چين د دولت رئيس هوجين تاو د زلزلې له پېښېدو وروسته اړوندو څانګو او ادارو ته لارښوونه کړې چې ژرترژره په زلزله کې د زيانمنو کسانو ژغورنې او د ياد شويو سيمو د خلکو د سر امنيت تامينولو چارې ترسره کړي. د چين لومړی وزير ون جياباو اوس يادو شويو سيمو ته خوځيدلی دی.
برسيره پردی، د چين د زلزلې ادارې لومړی درجه طرح شوی پلان پلی کړی او دغو سيمو ته يی کاری ډلې هم ليږدلې دي.