د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د مې په دولسمه نېټه پر دې ټينګار وکړ چې د زرزلې قربانيانو د ژغورنې په ترڅ کې بايد لومړی د وګړيو سرو مال امنيت تامين شي.
صدراعظم ون جيا باو د بېلا بېلو کچو له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چې له خپل وس سره سم په مصيبت ځپلو سيمو کې په نړېدلو ودانيو کې بند شوی او ټپيان شوي وګړي وژغوري، د دغو کسانو ژوند په ښه ډول ترتيب کړي او د ويجاړو شويو بنسټيزو تاسيساتو د بيا ترميمولو په چارو پېل وکړي.