د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د روانې مياشتې په ١٢ نيټه له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريخترپه کچه اوه اعشاريه اته درجه زلزله وشوه. د دغې زلزلې لړزا د چين د نينګ شيا، چينګ های او شانګ های په ګډون څه دپاسه لس ولايتونو او لويو ښارونو کې احساس شوې ده. د همدې ورځې له غرمې وروسته تر شپږو بجو پوری د دغې زلزلې له امله د شاوخوا ١٠٧ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د چين د دولت رئيس هوجين تاو د زلزلې له پېښېدو وروسته اړوندو څانګو او ادارو ته لارښوونه کړې چې ژرترژره په زلزله کې د زيانمنو کسانو ژغورنې او د يادو شويو سيمو د خلکو د سر امنيت تامينولو چارې ترسره کړي. د چين لومړی وزير ون جياباو اوس يادو شويو سيمو ته په کې وان و. صدراعظم ون جيا باو په هغه الوتکه کې چې مصيبت ځپلې سيمې ته خوځېږي، پر دې ټينګار وکړ چې د زلزلې قربانيانو د ژغورنې په ترڅ کې بايد لومړی د وګړيو سرو مال امنيت تامين شي.