د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې ماشتې د ١٣ نيټې د سهار تر اوو بجو پوری د چين د ملکی چارو وزارت د شميرنې له مخې د چين په لويديځ د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د سختې زلزلې له امله په اتو ولايتونو او ښارونو کې ٩٢١٩ تنه وګړي مړه شوي او شاوخوا پنځه سوه زره کورونه ويجاړ شوی دي.
د چين د دولت رئيس هوجين تاو د زلزلې په پېښيدو وروسته د زيانمن شويو کسانو د ژغورنې او په دغه سيمه کې د خلکو د سر امنيت د تامينولو چارو ژرترژره ترسره کولو لارښوونه کړي. د چين دولتی شورا د لومړی وزير ون جيا باو په مشرۍ د ژغورنې يوه قوماندانی جوړه کړې او لومړی وزير ون جيا باو اوس په سه چوان کې د اړوندو کارونو لارښوونه کوي.
د چين د ملکی چارو او د ماليې وزارتونو په بيړنی توګه مصيبت ځپلو سيمو ته پيسې ورکړې او د ملکی چارو وزارت او د چين د سره صليب ټولنه په يادو شويو سيمو کې له وګړو سره د مرستې کولو لپاره اړوند مالونه راغونډوی.