د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريکتر په کچه د اووه اعشاريه اته درجه زلزلې له پېښيدو وروسته د ځينو هيوادونو حکومتونه او مشرانواو ديوشمير نړيوالو سازمانونو چارواکیو په جلاجلا توګه له چين سره خپله خواخوږی څرګنده کړه .
د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف، د جاپان لومړی وزير ياسو فوکودا، د روسيې ولسمشر دميتری ميدويدوف، د امريکا ولسمشر بوش، د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزی، د المان لومړی وزيرې انګيلا ميرکيل ، د اسلاونيا لومړی وزير جنيز جانسا، د پولنډ ولسمشر، د سيربيا ولسمشر بوريس تاديک او د کويت امير شيخ صباح لاحمد الجابرالصباح په جلاجلا توګه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته د خواخوږی پيغامونه مخابره کړي او په کې يی په چين کې د سختې زلزلې د پېښيدو له امله هغه ته د زړه له کومې سلامونه ورسول .
د م م سرمشی بان کی مون په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو له وزير يانګ جي چه سره تليفونی خبرې وکړې او د م م په استازيتوب يی د چين حکومت او خلکو ته خواخوږی څرګنده کړې ده.
د اولمپيک نړيوالې کميټې مشر جاک کيوس روګی د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د رئيس هوجين تاو په عنوان پيغام کې په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله د مړه شويو کسانو کورنيو ته خواشينی څرګنده کړې او ويی ويل چې د طبيعی مصيبت په وړاندی دغه کميټه په ټينګه توګه د چين د خلکو پر خوا ولاړه ده .