د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د زلزلې ملی ادارې د روانې مياشتې په ١٣ نيټه خبر ورکړ چې د سه چوان ولايت په ون چوان کې د ريکتر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجو زلزلې لړزا پراخه او سخته وه چې په کې خلکو ته د سرو مال ډېر زيانونه رامنځته شوی دي. د دغې ادارې اړوندو کارپوهانو له خبرو اترو وروسته خبر ورکړ چې په نژدی وخت کې د دغې زلزلې د مرکزی سيمې پرته د چين په نورو سيمو کې دسختې زلزلې د يو ځل بيا پېښيدو شونتيا لږه ده.
اوس دغه اداره د زلزلې د حالت څارنه پياوړی کوي او اړوندې څيړنې هم ترسره کوي چې په وختی توګه د زلزلې حالت په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.