د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٢ نيټې په شپه د چين واکمن کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو دايمی کميټې يوه غونډه جوړه کړه او په هراړخيزه توګه يی د زلزله ځپلو د ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه.
په غونډه کې اړوندو څانګو د سه چوان ولايت په ون چوان کې د زلزلې د حالت په اړه معلومات بيان کړل . په دغه غونډه کې پر دی خبره ټينګار شوې چې د مصيبت ځپلو سيمو د کمونست ګوند بېلابېلې کچې کميټې، حکومتونه او د مرکزی حکومت اړوندې څانګې بايد په بيړنی توګه د زيانمن شويو کسانو درملنه وکړي، بايد په واقعی توګه د دغو سيمو د خلکو د سر ساتنه وکړي او بايد تر وسې پوری د دغې زلزلې له امله اوښتی زيانونه کم کړي.
په دغه غونډه کې دا غوښتنه شوې چې اړوند ځواکونه او طبی کارکوونکی ژرترژره د زيانمنو شويو کسانو د ژغورنې لپاره دغو سيمو ته ولاړ شی.