د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روانې مياشتې په ١٢ نيټه له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالی کې د ريکتر په کچه اوه اعشاريه اته درجې زلزله شوه چې لړزا يی پراخه او اغېزه يی سخته وه او د خلکو د سرومال ډېر زيانونه په کې رامنځته شوی دی. د همدې ورځې له شپې څخه تر اوسه پوری د چين لومړی وزير ون جياباو د سه چوان ولايت په دوجيانګ يان ښار کې چې د ون چوان ولسوالی په زلزله خپلې سيمې کې دی، د مصيبت خپلو خلکو د ژغورنې کارونو لارښوونه کوي.
ون جياباو له اړوندو ځواکونو څخه غوښتنه کړې چې که پلی وکړي، هم بايد د ټولو ستونزو په ليری کولو سره سختو مصيبت ځپلو سيمو ته ولاړ شی. هغه وويل:
لومړی دنده د خلکو ژغورنه ده او په تېره بيا د سخت مصيبت ځپلو سيمو، د زلزلې په مرکزی سيمو او تماس نه لرونکو سيمو کې دغه کار ترسره کړي شی. ځواکونه بايد تر وسې پوری دغو سيمو ته ولاړ شی، ښايی چې د يوې ثانيې وخت په ګټلو سره د يو سړی ژوند و ژغورل شی.