د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د هانګ کانګ د ځانګړی ادارې سيمې مشر ځنګ ين چوان د روانې مياشتې په ١٣ نيټه څرګنده کړې چې د هانک کانګ ځايی حکومت به د هيواد د سترې برخې د زلزلې ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې له کارونو سره د مرستې لپاره دری سوه مليون هانګ کانګي ډالره برابر کړي.
نوموړی وويل چې د هانک کانګ د اور وژنې څانګې او طبی ادارې مرستندويه ګروپونه هم چمتو دي چې مصيبت ځپلو سيمو ته د خلکو ژغورنې کارونو لپاره ولاړ شی.
هغه زياته کړه چې ده په چنګ دو او بيجينګ کې د هانک کانګ له نماينده ګيو څخه غوښتنه وکړه چې تر وسې پوری د هيواد په ستره برخه کې د زلزلې له امله له زيانمن شويو هانک کانګيانو سره مرستې وکړي.