د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د سيلانۍ ملی ادارې چارواکی د روانې مياشتې په ١٣ نيټه په بيجينګ کې خبريالانو ته وويل چې تر اوسه پوری په سه چوان ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو د مرګ او ژوبل کوم خبر نه دی راغلی . دغې ادارې د سيلانۍ په چارو کې د بيړنيو پيښو په وړاندی طرح شوی پلان پلی کړی او د ښاغلی شاو چي وۍ په مشرۍ يی د همغږۍ يو ځانګړی ګروپ جوړ کړی دی . د دې ترڅنګ د بيړنيو پيښو په وړاندی شپږ کاری ډلې هم چمتو شوې چې په مصيبت ځپلو سيمو کې له سيلانيانو سره مرسته وکړي.
دغه اداره په مصيبت ځپلو سيمو کې بهرنيو سيلانيانو ته هم ډېره پاملرنه کوي او له دغو سيمو څخه د سيلانيانو د وتلو لپاره اړوند کوششونه هم کوي.