د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د بيجينګ د اولمپيک سپورټی لوبو د تشکلاتی کميټې چارواکی د روانې مياشتې په ١٣ نيټه په بيجينګ کې وويل چې دغه کميټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان کې د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو کورنيو ته خواخوږی څرګندوی خو دغه پيښه به د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې پر فعاليت اغېزه وانه چوي.
د پلان له مخی د بيجينګ د اولمپيک لوبو د مشال ليږدونې فعاليت به په جون کې په سه چوان ولايت کې ترسره شی او ميان يانګ ښار چې د دغې زلزلې له امله اغېزمن شوی ، د مشال ليږدونې په اوږدو کې شامل وی.
د دغې کميټې د معلوماتی مرکز مشر لي جان جون وويل چې په سه چوان ولايت کې د مشال ليږدونې لار به د زلزلې له سختو زيانمنو شويو سيمو څخه تيره نشی نو دغه پيښه به د مشال ليږدولو پر فعاليت اغېزه ونه لری.