د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٣ نيټې تر اوو بجو پوری د چين په لويديځ د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالی د زلزلې له امله د سه چوان او ګن سو په ګډون اتو ولايتونو اوښارونو کې ٩٢١٩ تنه وګړي مړه شوي او څه دپاسه پنځه سوه زره کورونه ويجاړ شوي دي.
د چين د دولت رئيس هوجين تاو د زلزلې تر پېښيدو وروسته مهمې لارښوونې کړې چې ژرترژره د زيانمنو شويو کسانو د ژغورنې او په دغه سيمه کې د خلکو د سر امنيت د تامينولو چارې ترسره کړي. د چين دولتی شورا د لومړی وزير ون جيا باو په مشرۍ د ژغورنې يوه قوماندانی جوړه کړې او لومړی وزير ون جيا باو اوس په سه چوان کې د اړوندو کارونو لارښوونه کوي.
ون جيا باو د روانې مياشتې په ١٣ نيټه سهار وويل چې د می په ١٢ نيټه د سه چوان ولايت په ون چوان کې رامنځته شوی زلزله يو سخت طبيعی ناورين دی او د چين حکومت به تروسې پوری له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره اړوند شخصيتونه او مالونه چمتو کړي.
د چين د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ١٣ نيټه اعلان وکړ چې دغه وزارت به په بيړنی توګه له مصيبت ځپلو سيمو سره دمرستې لپاره ٨٦٠ مليون يوانه پيسې برابرې کړي.