د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چن مين دانګ ګوند مشر سونګ چو يو د روانې مياشتې په ١٢ نيټه د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې عمومی منشی هو جين تاو ته په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له امله د خواخوږی يو تلګرام مخابره کړ .
هغه وويل چې په حيرانتيا سره خبر شوم چې په سه چوان کې سخته زلزله شوې او هيواد او خلکو ته يی سخت زيانونه رسولی دی. د تايوان تنګۍ د دواړو غاړو وطن وال د وينو اړيکې لری نو بايد په نېکمرغۍ او غمونو کې شريکان وي . زه پخپله دغې پيښې ته ډېره پاملرنه کوم. تاسو جلالتماب د بيړنی پيښې په وړاندی په ارامه او مناسبه توګه لارښوونه کوي او لومړی وزير ون جياباو هم مصيبت ځپلو سيمو ته تللی دی. د مشرانو په توګه ستاسی دغه شان سبک د درناوی وړ دی . زه هيله لرم چې د مصيبت ځپلو سيمو د ژغورنې او بيا رغونې کارونه په بريالی توګه ترسره شی او دغه سيمه ژرترژره سمسوره شی.