د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو شمېر هېوادونو حکومتونو او مشرانو د مې په ديارلسمه نېټه په پر له پسی توګه د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې په اړه د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو ته د خواخوږۍ پيغامونه واستول .
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم يوسف رضا ګيلانی باور څرګند کړ چې د چين وګړي به په نژدی وخت کی خپل کورونه بيا ورغوي او پاکستاني وګړي به تر وسې پوری له چينايانو څخه ملاتړ وکړي.
د روسيې ولسمشر مېدويديف د دغې زلزلې په بهير کې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره صادقانه خواخوږی څرګنده کړه. صدراعظم ولادمير پوتين وويل روسيه غواړي له چين سره اړينه مرسته وکړي.
پر دې سربيره، د رومانيا، کوريا جمهوريت، اردن، لاوس، ايتاليا، پولند، برازيل او جاپان په شمول ګڼ شمېر هېوادونو له چين سره خواخوږی وښوده او له ناورين ځپلو سيمو او خلکو سره يې د ژغورنې او مرستې په اړه د چين ملاتړ څرګند کړ.