د سن هوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر جورج بوش د مۍ په اوولسمه نېټه د مصر په شرم الشيخ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د افغانستان پر اوسنيو حالاتو او بيا جوړولو بحث وکړ.
ولسمشر کرزي څرګنده کړه افغانستان به د پاريس د بسپنه ورکولو په غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه د کرنی په ساحه کې د مرستې غوښتنه وکړي چې په دغه هېواد کې پخپله خپلې اړتياوې پوره کړی شي. دغه راز افغانستان هيله لري چې نړيواله ټولنه به د دغه هېواد د بياجوړولو او پرمختګ د پياوړتيا په هکله د انرژۍ په ساحه کې لا زياته مرسته ور سره وکړي.