د سن هوا اژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د هند سفارت د مۍ په اتلسمه نېټه د دې خبرې پخلی وکړ چې په دغه هېواد کې د هند او نيپال دوه تنه تښتول شوي يرغمل د مۍ د اوولسمې نېټې په شپې خوشی شوی دی چې د اپريل په يوويشتمه نېټه تښتول شوی و.
د هرات ولايت د پوليسو وياند له دې مخکې د دغو دوو کسانو د خوشی کولو پخلی کړی دی. نوموړي وويل د دغو دوو وګړيو له تښتولو وروسته د افغانستان امنيتی ځواکونه پنځه تنه شکمن وګړي ونيول، نو تښتونکيو هم د فشار له امله د ادرسکن په يو سړک کې يرغمل خوشی کړل.