ايراني چارواکيو، په چين کې ايراني اوسيدونکو او عامو ايرانيانو په تېرو څو ورځو کې په جلا جلا توګه د چين د نړيوالې راډيو له لارې د چين د سه چوان په زلزلې کې د مرګ ژوبلې له امله خپلې خواخوږۍ او همدردی څرګندې کړې دي.
د ايران د ولسمشر کلتوري سلاکار مهدی ممطفوی د مۍ په پنځلسمه نېټه له چين څخه خپله ليدنه پيل کړه. ښاغلي ممطفوی د مۍ په نولسمه نېټه چې د سه چوان ولايت په زلزلې کې د مړه شويو وګړيو لپاره د ملی ماتم لومړی ورځ وه، له غرمی وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د چين له خلکو سره يو ځای د درناوی لپاره درې دقيقې سکوت وکړ.
ښاغلي ممطفوي زياته کړه د چين خلک د زلزلو له پېښېدو وروسته ستر ځواک او د چين حکومت هم د لارښوونې ښه توان څرګنډ کړی. نوموړی باور لري چې د چين حکومت او خلک به ناورينونو ته ماتی ورکړي.