د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين په اړه د عکسونو نندارتون چې د چين د دولتي شورا د اطلاعاتو دفتر، په پاکستان کې د چين سفارت او د پاکستان د دولتی هنري کمېټې لخوا په ګډه جوړ شوی و، د مې په يوويشتمه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان په هنري دولتي تالار کې پرانيستل شوه او ډېر پاکستاني نندارچيان يې ور جلب کړی دي.
د نندارتون له پيل مخکې نندارچيانو د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله پر مړه شويو کسانو د يوې دقيقې لپاره ماتم وکړ. د پاکستان د ملي پارلمان مشرې فهيده ميرزا وويل له دغې نندارتون څخه د چين د پرمختګ بهير څرګندېږی چې د نورو پرمختيايی هېوادونو لپاره يوه ښه بېلګه هم ده.
په پاکستان کې د چين سفير لوه جاو هوی وويل د چين او پاکستان تر منځ دوستي دايمی ده او چين به په بېلا بېلو ساحو کې د پاکستان مرستې هېرې نه کړي.