د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د خلکو ورځپاڼه وايی دوی به د مې په دېرشمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وړانديز وکړي چې ټول چينايان بايد په جدي توګه د خپلو دندو په تر سره کولو سره د زلزله ځپلو سيمو له بيا ابادۍ څخه ملاتړ وکړي.
د دغې ورځپاڼې په وينا له زلزله ځپلو سيمو څخه د ملاتړ څرګندولو زياتې لارې چارې موجودې دي. اوس مهال د زلزله ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمولو په شمول زياتې دندې ډېرې سختې او درنې دي. ټول وګړي يوازې په جدي توګه د خپلو دندو په تر سره کولو او په ښه او چټکه توګه د بېلا بېلو لازمو توکيو په توليدولو سره د زلزله ځپلو وګړيو بېلا بېلې اړتياوې پوره کولای شي چې کولی شي ژر تر ژره خپل کورونه بيا اباد کړي.