تبتی طب د چين دوديز طب يوه برخه ده او ٢٣٠٠ کاله تاريخ لري.د تبت په خپلواکه سيمه کې د درملنې په اړه تبتی طبی سيستم بېلا بېلو علاقه داريو او ښارګوټيو ته پراخ شوی چې تر اوسه پوری د لويو تبتی طبی موسسو شمېر لسو ته او د کارکوونکيو شمېر زرتنو ته رسيدلی دی.د چين د مليتونو کور پرمختګ په نننۍ پروګرام کې به تاسو ته د تبتی درملونو چارو په باب لږ څه معلومات وړاندی کړو.
پروفيسل دوندروپ د تبتي درملونو او طبی تکنالوژۍ د انستټيوت مشر دی .د ده تر ټولو خوښ کار په تبتی طبی پوهنتون کې لازياتو زده کوونکيو ته درس ور کول دی چې تبتی درملونو او طبی چارو بساری پرمختګ کړی دی.هغه زياته کړه(اواز.........)
پخوا د هغو زده کوونکيو شمېر يوازی دری سوه و چې دوديز تبتی طب يې زده کړ، خو اوس دغه شمېر ١٤٤٠ ته رسيدلی دی.
پروفيسل دوندروپ وويل دغه بدلون له اوږدې مودې راهيسې د تبتی درملونو او طبی چارو د مرکزی حکومت له ملاتړ سره اړيکی لري.د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې له پلی کولو راهيسې مرکزی حکومت په پر له سپی توګه د بېلا بېلو کچو تبتی طبی موسسو د علمی څېړنې د ملاتړ لپاره څو سوه مليونه يوانه پيسی لګولې دي. له ١٩٥٩ کال مخکی په تبت کې يوازی دوه طبی موسسې موجودې و چې په عمده توګه د اشرافو،خاوندانو او لوړ پوړيو راهبانو لپاره خدمتونه وکړل، خو اوس د ولسوالۍ په کچه ټولو روغتونونو کې تبتی طبی څانګې موجودې دي.
له ١٩٨٥ کال راهيسی د تبت د خپلواکې سيمې حکومت او د روغتيا څانګو د تبتي
درملونو او طبی چارو د پرمختګ لپاره يو لړ مقررات ټاکلی دي.په تېرو شلو کلونو کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د تبتی طبی پوهنه په سالمه توګه پرمختګ کړی ، سربېره پردی ځينو روغتونو او ملکی موسسو هم ګن شمېر تبتي طبی کسان روزلي دي.د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری د تبتی طبی موسسو شمېر ١٤ ته او د دغې سيمې په بېلا بېلو روغتونونو کې د تبتی طبی څانګو شمېر ٦٠ ته او د کارکوونکيو شمېر دوه زرو ته رسيدلی دی.د تبت پر خپلواکې سيمې سربېره د چين په لسو ښارونو کې تبتی طبی موسسې جوړې شوې چې د هېواد نورو سيمو د خلکو لپاره خدمتونه کوي. په همدی وخت کې د تبتی درملونو او طبی چارو پرمختګ هم د بهرنيانو د پاملرنې وړ دی.
په ١٩٩٢ کال کې د دغو چارو د لازيات پرمختګ لپاره د بېجينګ تبتی طبی روغتون جوړ شو. په وروستيو کلونو کې په دغه روغتون کې له بېلا بېلو ځايونو څخه راغلی مشهور طبی ډاکتران راغونډ شوي دي.د تبتی طبی پروفسل نيما چيرينګ وويل (اواز٢..........)د اوسنی حالت په وړاندی تبتی درملونو او طبی چارو په پرمختګ کې ډېر زيات بدلونونه رامنځته شوي دي. پخوا په دغه سيمه کې د تبتی درملونو او طبی چارو پوهنيزه اډه ډېره وروستې پاتی وه.خو اوس په دغه برخه کې پوهنيزه اندازه زياته شوې او شريط او د ښوونکيو کيفيت ښه شوی دی.
د معلوماتو له مخې هر کال د بېجينګ له تبتی طبی روغتون څخه د ليدنې لپاره د بهرنيو مېلمنو شمېر شل زره تنو ته رسيدلی دی. د يوې شمېرنې له مخې تر اوسه پوری په دغه روغتون کې يو مليون تنه ناروغان درملنه شوي چې له ٦٠ هېوادونو، هانکانګ،مکاو او تايوان دری لکه ناروغان پکې شامل وو.
په تبت کې د تبتی درملونو چارو بساری پرمختګ کړی او د تبتی درملونو څو فابريکو دوديز توليدي بهير له عصری تکنالوژۍ سره يو ځای کړی چې تر اوسه پوری شل ډوله تبتی درملونه د چين د درملونو په قموس کې شامل شوي او زيات تبتی درملونه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.پروفسل نيما چيرينګ وويل(اواز..........)
په پوهنيز او روغتيايی پرمختګ کې بساری بدلونونه رامنځته شوي او د زياتو هېوادونو خلک د پيغامونو په استولو سره هيله څرګندوي چې د تبتی درملونو او طبی چارو په اړوندې څېړنې لاس پوری کړي.
اوس مهال زيات دوله تبتی درملونه د چين په نورو سيمو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ښه بازار لري او ځينو نړيوالو تصديو تبتی درملونو او طبی چارو ته پاملرنه کوي.