<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 15:57:31    
نواز شريف ته د پارلمان په اضافی ټولټاکنو کې د ګډون حق ورکړی شو

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د پاکستان د ټولټاکنو کميټې د روانې مياشتې په لومړې نېټه اعلان وکړ چې د دغه هيواد پخوانی لومړی وزير او د استازيو په جرګه کې د دوهم لوی ګوند مسلم ليګ د نواز ډلې مشر نواز شريف ته د روانې مياشتې په ٢٦ نېټه د پارلمان په اضافی ټولټاکنو کې د ګډون اجازه ورکړی شوه. دغه پريکړه ښايی د پاکستان د سياسی وضعې د ناأرامتيا سبب شی.

د تير کال په ديسمبر کې له يوې جنايی دعوې سره د نواز شريف د مخامخ کېدو له امله د پاکستان د ټولټاکنو کميټې د روان کال په فبروری کې د پارلمان په ټولټاکنو کې د ده ګډون رد کړ. له دی وروسته د دغه هيواد په ملی او ولايتی پارلمانونو کې تشې څوکۍ بايد په اضافی ټولټاکنو کې غوره شی. ښاغلی شريف هم په دغو اضافی ټولټاکنو کې د ګډون غوښتنه وړاندی کړې وه. د څيړونکو په اند د پارلمان په اضافی ټولټاکنوکې به د شريف ګډون د دغه هيواد پر سياسی وضعې مهمې اغېزې وکړي.

لومړی، د پاکستان ولسمشر پروزير مشرف به له لازياتو فشارونو سره مخامخ وی. د خلکو ګوند د تېرې مياشتې په ٢٤ نېټه د ولسمشر د واکونو د کمښت په موخه د اساسی قانون د اصلاحاتو لايحه اعلان کړې ده او په نژدی راتلونکی کې به يی د رايو ورکونې لپاره پارلمان ته وړاندی کړي. د دې ترڅنګ د خلکو ګوند ايتلافی مشر اصف علی زارداری د می په ٢٧ نېټه له شريف سره له خبرو اترو وروسته وويل چې دواړو خواوو په دې اړه موافقه کړې چې له ولسمشر پرويز مشرف څخه د استعفا غوښتنه وکړي. شريف دوه ځله د پاکستان د لومړی وزير دندې ترسره کړې ده. په ١٩٩٩ کال کې مشرف د پوځی کودتا له لارې د شريف حکومت منحل کړ او له هغه راهيسی شريف په بهر کې ژوند کاوه. د روان کال

په فبروری کې د شريف په مشرۍ سياسی ډلې په پارلمان کې د دوهم لوی ګوند مقام ونيو او د خلکو ګوند په مشرۍ چې په پارلمان کې ترټولو زياتې څوکۍ لري ،په ايتلافی حکومت کې ګډون وکړ. د پاکستان د خلکو ګوند په مشرۍ واکمن اتحاد کې د مسلم ليګ شريف ډلې د ګډون دوه مخکنی شرطونه لومړی له ولسمشرۍ څخه د مشرف استعفا او دوهم د قاضيانو دندې بيا اعاده کول دي . نو ويل کيږی چې د شريف او مشرف ترمنځ ستونزې په اسانه توګه نشی حل کېدای . که شريف په يادو شويو ټولټاکنو کې بريالی شی، پر مشرف نورهم فشار زيات شی

دوهم، ښايی چې په ملی پارلمان کې د خلکو ګوند اغيزه کمه شی. د خلکو ګوند او د مسلم ليګ د شريف ډلې د روان کال په مارچ کې ايتلافی حکومت جوړ کړ خو د دوی ترمنځ توپيرونه ډېر دي. د مشرف د استعفا مسئلې په اړه شريف په ټينګه غواړي چې مشرف بايد استعفا وکړي خو د خلکو ګوند غواړي د ولسمشر د واکونو د کمښت له لارې خپلې ګټې وساتي. د قاضيانو دندو د بيا اعاده کيدو په اړه ښاغلی شريف پر دې ټينګار کوي چې د تېر کال د نوامبر په دريېمه نېټه د مشرف له خوا د ګوښه شويو شپېته تنه قاضيانو دندې بايد بيااعاده شی چې په کې د سترې محکمې مشر قاضی چودری هم شامل دی. د خلکو ګوند له خوا د اساسی قانون د اصلاحاتو لايحې سره سم به دغه شپېته تنه قاضيان خپلې دندې بيا واخلی خو د سترې محکمې د لوی قاضی ماموريت موده به دريو کلونو ته کمه شی. خو څرنګه چې د روان کال په جون کې به د چودری ماموريت موده دری کاله پوره شی نو هغه به د لوی قاضی دندې تسره کولو حق له لاسه ورکړي.

که څه هم د خلکو ګوند په پارلمان کې لومړی لوی ګوند دی، خو شريف دوه ځله د دغه هيواد لومړی وزير پاتی شوی او په سياسی ټولنه کې لويه اغېزه لری. که شريف په بريالی توګه په ملی پارلمان کې ګډون وکړي نو په دغه پارلمان کې به د خلکو ګوند ځواک

کم شي. په همدی مهال ښايی په حکومت کې پر لومړی وزير ګيلانی چې د خلکو له ګوند څخه دی، هم اغېزه وشي. د خبر له مخې، د خلکو په ګوند کې ځينو کسانو وړانديز کړی چې زرداری په اضافی ټولټاکنو کې ګډون وکړي چې په ملی پارلمان کې نوازن وساتل شی.

د ځينو څيړونکو په اند که څه هم شريف پر ولسمشر او د خلکو پر ګوند اغېزه کوي خو امريکا د پاکستان په سياست کې هم مهم رول لوبوی. امريکا تل له مشرف څخه ملاتړ کوي چې پر ترهګرۍ پوځی بريدونه وکړي خو د پاکستان واکمن اتحاد په تېره بيا د مسلم ليګ د شريف ډله پر دی ټينګار کوي چې له وسله والو ډلو سره خبرې اترې وکړي. نو امريکا به د مشرف، د خلکو ګوند او د مسلم ليګ د شريف ډلې ترمنځ د توازن لپاره اړوند تدبيرونه ونيسی چې د ترهګرۍ پرضد خپله تګلاره وساتی.