<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 17:34:46    
چين د معيوبينو لپاره د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د ګټې اخيستلو د ضمانت قانون ورغاوه

cri

اوس په چين کې د معيوبينو شمېر دری اتيا مليون تنو ته رسېږی چې له دوه سوه او شپېته مليون تنه کورنيو سره تړاو لري. د چين د معيوبينو ساتنې قانون پلی کول اوولس کاله مخکې پيل شوي دي. د چين حکومت د معيوبينو لپاره د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د ګټې اخيستلو د ضمانت قانون په وروستيو ورځو کې ورغاوه.

د بېلا بېلو کچو ځايی حکومتونه د معيوبينو چارو د لګښت د ضمانت ميکانيزم جوړولو، د ړندو کسانو لپاره په وړيا توګه د کتابونو او پيغامونو ليږلو، په فعاله توګه د معيوبينو لپاره د فعاليتونو ځايونو جوړولو او د حکومت له ټاکلو پروګرامونو سره سم د سامان الاتو اخيستلو په مرسته د معيوبينو لخوا توليد شويو شيانو ته امتيازي حق ور کولو په شمول مقررات د دغه قانون له رغونې وروسته نوی محتويات دي.

څو ورځې مخکې د معيوبينو ساتنې په اړه رغول شوی قانون د ملي ولسي کانګرس د دايمې کمېټې لخوا تصويب شو. د دغې کمېټې مشر وو بانګ ګوه په دې اړه باور څرګند کړ چې دغه رغول شوی قانون به د معيوبينو د قانونی حقونو د ساتنې، له معيوبينو سره د مرستې په اړه د ټولنې نظريې د پياوړتيا، په ټولنيزو فعاليتونو کې د معيوبينو ګډون د پرمخبيولو او د هېواد د پرمختګ له برياليتوبونو څخه د معيوبينو د ګټې اخيستلو د ضمانت لپاره ستر اهميت ولري.

په رغول شوی قانون کې دغه ټکی ته لومړی اهميت ور کول کېږی چې د تبعيض مخه بايد ونيول شي او برابرۍ ته په درنه سترګه وکتل شي. د بی خنډونو چاپېريال د جوړولو مشخصونه په نوی قانون کی په څرګنده توګه ټاکل شوی چې له مخې به يې په ټولنيزه تبادله کې د معيوبينو لپاره نورې زياتې اسانتياوې برابرې شي.

په رغول شوي قانون کې د حکومت دنده هم پياوړی شوی چې له مخې يې بايد د بېلا بېلو کچو ځايی حکومتونه د معيوبينو چارو د پرمختګ پروګرام وټاکي او د معيوبينو چارو لګښت په بوديجه کې شامل او اړوند ميکانيزم جوړ کړي.

پر دې سربيره به د دغه قانون له مخې له معيوبينو سره د حکومت او ټولنې مرستې د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د روزنې او استوګنې په شمول نورو ساحو ته پراخې شي. حکومت به له انډول سره سم معيوبينو ته کارونه ور کړي او هغو تصديو ته به د مالياتو امتيازي حق ور کړي چې معيوبينو ته کار ور کوي. د روزنې په برخه کې د دغه نوی قانون له مخې به د بېلا بېلو کچو حکومتونه په ښه توګه د معيوبينو د روزنې ارګانونه وټاکي او معيوبو زده کوونکيو او يا د بی وزلو کورونيو معيوبو زده کوونکيو ته وړيا کتابونه او مرستې ور کړي.

د معيوبينو ساتنې دغه رغول شوی قانون به د راتلونکی جولای په لومړۍ نېټه پلی شي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د معيوبينو حقونو د ساتنې په اړه څه ناڅه پنځوس قوانين شته. خو چين به په دې برخه کې خپلو کوششونو ته لا نور دوام ور کړي.