<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-03 18:14:40    
د غلودانو د امنيت په اړه يوه لوړ پوړی نړيواله غونډه پرانيستل شوه

cri

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د غلودانو د امنيت په اړه يوه لوړ پوړی نړيواله غونډه چې د م م د غلودانو او کرنې سازمان لخوا ترتيب شوی، د جون په درېيمه نېټه پرانيستل شوه. دغه غونډه به دری ورځی دوام ولري او د يو سل او پنځوس هېوادونو او نړيوالو سازمانونو لوړ پوړی استازي به پکې ګډون وکړي. اوس د غلودانو بيه په پر له پسی توګه د لوړېدو په حالات کې ده، نو په نړۍ کې د غلودانو د امنيت لپاره د اقليمي بدلون او د بيولوژيکی سون موادو ننګونې د دغې غونډې عمده محتويات دي.

د م م د غلودانو او کرنې سازمان د يوې شمېرنې له مخې، اوس په نړۍ کې د لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر له اته سوه او شپېته مليون تنو څخه اوښتی دی. نو د لوږې له منځه وړل د نړيوالې ټولنې يوه دايمی موخه ده. خو اوس د غلودانو امنيت ساتنه د غلودانو د لوړې بيې له ننګونې سره مخامخ ده. د دغې غونډې سرمنشی الکساندر مولير خبريال ته وويل

اوس په نړۍ کې کرنه له يوې بې ساری ننګونې سره مخامخ او د غلودانو بيه له دېرشو کلونو راهيسی تر ټولو لوړه ده. په تېرو څو مياشتو کې په يو شمېر ښارونو کې بی وزلي کسانو د غلودانو د لوړې بيې له امله احتجاج وکړ او حتی په ځينو واټونو کې د زورزياتي کړه وړه تر سره شوی، په يو شمېر هېوادونو کې د غلودانو د لوړې بيې له امله ټولنيزه مسئله رامنځته شوی ده.

وګړيو د غلودانو لوړې بيې له امله د غلودانو امنيت په اړه ژور احساسات څرګند کړی دي .

بيولوژيکی انرژۍ ته د ټولنيزو اړتياوو زياتوالی د غلودانو د بيې د لوړېدو يو مهم لامل دی، نو د مولير په شمول کارپوهانو په اند، د بيولوژيکی سون موادو پرمختګ بايد د غلودانو پر امنيت او د نړۍ پر ابادۍ منفی اغېزه و نه کړي. خو بېلا بېل هېوادونه د بيولوژيکی سمون موادو د پرمختګ په اړه خپل نظر لري. ايا اړوندې خواوې به په دغه غونډه کې په دې اړه موافقې ته ورسيږي که نه ؟ ښاغلي مولير په دی هکله وويل

هيله لرو چې اړوندې خواوې به په دغه غونډه کې د بيولوژيکی سون موادو د ابادی د فرصت او د پټ خطر په اړه موافقې ته ورسيږي چې له مخې به يې موږ د بی وزلو کسانو لخوا د بيولوژيکی سون موادو له توليد څخه د ګټو اخيستلو لپاره لار پيدا کړو.

د دغې غونډې بل مضمون دا دی چې کرنه به څنګه له اقليمی بدلون سره مقابله وکړي. له څېړنې څخه څرګنديږی چې د ځمکې د تودوخې په زياتېدو سره به د سختو طبيعی ناورينونو پر له پسی پېښېدل د نړيوالو غلودانو پر توليد منفی اغېزه و کړي.

ښاغلي مولير وويل د کرنې فعاليتونه له يوې خوا د شنو خونو ګازونو د ايستلو له لارې اقليم بدلوی، خو له بلې خوا له اقليمي بدلون سره مقابله هم کولای شي. که موږ چاپېريال ساتونکی کرنيزې لارې چارې غوره کړو، لا زياتو وګړيو ته به د ژوندی زمينې برابرولای شوو. نو ځکه موږ بايد په نژدی وخت کې په کرنيز توليد کې چاپېريال ساتونکو لارو چارو ته دوام ور کړو او بايد د اقليمي بدلون په اړه په نړيوالو خبرو اترو کې کرنې ته ستر اهميت ور کړو.

د م م د سرمنشی بان کي مون په شمول د بېلا بېلو هېوادونو دوه زره او پنځه سوه استازي په دغه غونډه کې ګډون کوی. نو موږ هېله لرو چې نړيواله ټولنه به په دې فرصت د کرنې د دواملرونکی پرمختګ په اړه موافقې ته ورسيږي.