<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-04 15:40:28    
نړيوالې ټولنې د خوړوامنيت په اړه بحث وکړ

cri

د نړۍ د خوړوامنيت په اړه لوړ پوړې غونډه د جون په درېيمه نېټه د م م د خوړواو کرنې سازمان په مقر روم کې پرانيستل شوه. نړيوالې ټولنې دغې غونډې ته ډېرې پاملرنې کړې دي، ځکه د خوړونړيواله بيه په وروستيو وختونو کې زياته لوړه شوې ده.

اقليمي بدلون او د بيالوژيکی انرژۍ ننګونې د دغې غونډې موضوع ده. د م م سرمنشی بان کيمون د دغې غونډې په پرانستونکو مراسمو کې وويل ---غږ ١—

ما په وروستيو ورځو کې په ليبريا کې وليدل چې ځايي وګړيو د پپالې په وسيله وريجی اخلی ، دوی پخوا د کڅوړې په وسيله وريجی اخيستې . د عاج ساحل مشرانو ما ته خبر راکړی چې دوی انديښمن دی چې د ديموکراتيک بيا أبادۍ لپاره ټولې هڅې د خوړوکمښت له امله بی پايله شي. موږ انديښمن يو چې په افغانستان، هايتی او ليبريا کې به دغه شان حالات هم رامنځته شي.

د ياد شوی سازمان د شمېرنې له مخې، د خوړونړيواله بيه له ٢٠٠٦ کال راهيسی په پرله پسې توګه لوړه شوې او تېر کال دغه بيې په سلو کې ٢٤ لوړې شوې دي، په تېره بيا دغه بيه د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې ډېره لوړه شوې چې د تېر کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې ٥٣ لوړه شوې ده. خوړوته اړتيا د نفوس په زياتېدو سره هم زياتېږي. د دغه سازمان عمومی مدير جاقيوس ديوف وويل ---غږ ٢---

اوس د نړۍ نفوس شپږ مليارده تنو ته رسېږي او اټکل کېږي چې تر ٢٠٥٠ کال پوری

به دغه شمېر نهه مليارد تنو ته ورسېږي. د غلودانو توليدی اندازه بايد يو ځل زياته شي چې د دومره کسانو اړتياوې پوره کړي

د خوړوامنيت ساتنه اوس په نړۍ کې د تر ټولو د پاملرنې وړ مسئله ده. د دغې غونډې د بېلا بېلو ګډون کوونکيو په أند د غلودانو د عمده توليدونکو هېوادونو د توليدي اندازې کمښت ، د امريکايي ډالرو د تبادلوي ارزښت ټيټوالی او د انرژۍ بيو لوړتيا د خوړود نړيوالې بيې د لوړتيا لاملونه دي. خو ځينو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو هم ويلی چې د چين او هند په ګډون د يو شمېر هېوادونو د اقتصاد چټک پرمختګ خوړوته اړتياوې زياتې کړې چې له امله يې د خوړونړيواله بيه لوړه شوې ده. په دی هکله د هند د کرنې وزير شاراد پاوار وويل ---غږ ٣---

د شمېرنې له مخې، په وروستيو وختونو کې د خوړوبيې لوړتيا د پرمختيايي هېوادونو د چټک پرمختګ له امله نده رامنځته شوې ، بلکې د توليدولو سرچينو ته د اړتياوو زياتوالی او د انرژۍ بيو د لوړتيا يې مهم لامل دی.

د چين د کرنې وزير سون ځن څاو وويل---غږ ٤---

د هر کس لپاره د خوړوامنيت يو بنسټيز بشري حق دی. په معقول ډول د خوړولګښت لوړتيا د پرمختيايي هېوادونو د وګړيو قانونی حق دی اود نړۍ د پرمختګ مهمه نښه هم ده.

د خوړوپر امنيت د بيالوژيکی انرژۍ پرمختګ اغېزې په دغه غونډه کې د بحث وړ يوه بله مسئله وه.د بيالوژيکی انرژۍ عمده توليدونکی هېوادونه امريکا او برازيل څرګند کړه چې په پرله پسی توګه به د بيالوژيکی انرژۍ پرمختګ ته دوام ورکړي. خو

د ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په أند د دغې انرژۍ پرمختګ بايد د خوړوپر امنيت ناوړې اغېزې ونه کړي.

بېلا بېلو ګډون کوونکيو د خوړوامنيت پرمخ له پرتو ننګونو سره د مقابلې په اړه خپل وړانديزونه وکړل. د م م سرمنشی بان کيمون وويل ---غږ ٥---

موږ بايد لومړی د خوړوتر لاسه کولو توان پياوړی کړو. دوهم بايد موږ د خوړود اوږدې مودې امنيت د ضمانت لپاره کوشش وکړو.

دغه غونډه د خوړود نړيوالې بيې د لوړتيا په حال کې تر سره شوه او نړيوالې ټولنې ته يې د کرنې د دواملرونکی پرمختګ او د خوړوامنيت د ضمانت په اړه د نظريو تبادلې يو ښه ډګر برابر کړ.د بېلا بېلو ګډون کوونکيو په نظر اوس مهال د غلودانو توليدول له ننکونې او د کرنې د پرمختګله يو ښه فرصت سره مخامخ دی.