<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-06 15:37:58    
د چين د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې پلان طرح کولو کارونه پيل شول

cri

د چين د کورونو او ښارونو او کليو أبادی وزارت اړوند چارواکي د جون په پنځمه نېټه په بيجينګ کې وويل د چين په سه چوان ولايت کې د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې پلان طرح کولو کارونه پيل شوي دي. چين پلان لري چې له دريو کلونو وروسته په زلزله ځپلو سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو او د اوسيدونکيو د کورونو په شمول ځينی حالتونه له زلزلې مخکې سويې سره برابر وي او په نورو پنځو کلونو کې د زلزله ځپلو سيمو د ټولنيز او اقتصادی پرمختيا چارې تر سره کړي.

د چين د کورونو او ښارونو او کليو أبادی وزارت اړوندو چارواکيو د جون په پنځمه نېټه د چين د دولتی شورا مطبوعاتي دفتر په يوه خبرې ناسته کې د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې د اړوندو حالتو په هکله معلومات ورکړل. د دغه وزارت مرستيال چي جي وويل د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې په پلان کې په عمده توګه د ښارونو او علاقه داريو سيستم جوړنې او د کليوالو سيمو د أبادی او په ښارونو او کليو کې د کورونو جوړونې چارې شاملې دي. اوس د پلان طرح کولو کارونه په هر اړخيزه توګه تر سره کېږي.

له دې امله چې په زلزله کې د ښارونو او علاقه داريو د ويجاړيدو حالت ډېر سخت دی، نو د بيا رغونې په پلان کې د پاملرنې وړ برخه د ښارونو او علاقه داريو سيستم جوړول دی. ښاغلي چي جي د دغه سيستم د عمده موخې په هکله معلومات ورکړل. هغه وويل (غږ)

له زلزلې وروسته د ښارونو او علاقه داريو سيستم جوړولو پلان عمده دندې دا دي چې په هراړخيزه توګه په زلزله ځپلو سيمو کې د ښارونو، ولسواليو او علاقه داريو د جوړښت حالت او د بيا رغونې اندازه وټاکل شي، د سختو زلزله ځپلو سيمو په ځينو ولسواليو او علاقه داريو کې د ليږلو چارې تامين شي، په نژدی راتلونکی کې د ځينو ولسواليو او علاقه داريو د بيا جوړونې موخه او مهم ټکی وټاکل شي، د سيمه ايزو ترانسپورتي او بنسټيزو تاسيساتو د جوړښت لايحه وټاکل شي او د تاريخی او کلتوری ځايونو د ويجاړيدو حالت څارنه وشي.

برسيره پر دې د زلزلې له امله زياتې ودانۍ ويجاړې شوې، نو په زلزله ځپلو سيمو کې د ښارونو او کليو د ودانيو بيا رغونې کارونه هم د ياد شوی پلان يوه مهمه برخه ده. ښاغلي چي جي وويل اړوندې څانګې به په ښه توګه د دغه پلان جوړولو لپاره کارونه تر سره کړي. (غږ)

لومړی په زلزله ځپلو سيمو کې د ويجاړو شويو کورونو حالت څارنه او ارزونه وشي چې ژر تر ژره د ويجاړو شويو کارونو اندازه او پراخوالی حساب شي. دوهم د زلزله ځپلو کورونو د بيا رغونې اندازې، معيارونو، د تکنولوژۍ، پراخوالي او اړوندو تاسيساتو معارونه وټاکل شي او اصلی بيې اندازه وشي. درېيم په زلزله ځپلو سيمو کې د کورونو بيا رغونې په اړه تګلارې او وړانديزونه وشي.

هغه وويل د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې پلان به ټولې ټولنې ته خپور شي او د تصويبولو لپاره به اړوندو څانګو ته وړاندی شي.

د چين د کورونو او د ښارونو او کليو أبادی وزارت د پلان ادارې مشر تانګ کای په دغه خبری ناسته کې وويل د مرکزی حکومت د غوښتنې له مخې د زلزله ځپلو

سيمو د بيا رغونې کارونه به په اتو کلونو کې بشپړ شي.

هغه وويل (غږ) د حکومت د غوښتنو له مخې اوس د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې په پلان کې پر دې فکر کېږي چې په لومړيو دريو کلونو کې په عمده توګه د بنسټيزو تاسيساتو، د عادي خدمتي تاسيساتو او د اوسيدونکو د کورونو د بيا رغونې حالت ژر تر ژره له زلزلې مخکې سويې سره برابر شي او له دې وروسته په پنځو کلونو کې په هراړخيزه توګه د پرمختيا مودې ته ننوځي.

ښاغلي تانګ کای وويل اړوندې څانګې به د واقعی حالتونو له مخې د بيا رغونې پلان تنظيم او بشپړ کړي. هغه زياته کړه چې د زلزله ځپلو سيمو بيا رغونې دندې سختې دي، خو د چين مشرانو څرګنده کړې چې ټول هېواد به کوشش وکړي چې د زلزله ځپلو سيمو د بيا رغونې ملاتړ وکړي او باور لري چې د بيا رغونې موخه به په ټاکلې موده کې پلی شي.