د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پورتګال لوړ پوړی نظامي ادارې دفاعي کمېټې د جون په شپږمه نېټه په يوه غونډه کې افغانستان ته د نظامي ښوونکيو د دويمې ډلې ليږلو په اړه د حکومت پر پلان بحث وکړ او بيا يې منظور کړ.
د پورتګال د دفاع وزير نونو سيوريانو تېکسېرا د تېر کال په پای کې له افغانستان څخه د ليدنې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې دغه هېواد به په پر له پسی توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتنې سره مرسته وکړي او د افغانستان له بيارغونې څخه ملاتړ وکړي.