د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د دفاع وزارت د جون په اتمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل په افغانستان کې د ناتو په مرستندويه ځواکونو کې دری تنه بريتانوي سرتېري د افغانستان په جنوب کې په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول چې له مخې يې په افغانستان کې د مړه شويو بريتانوي سرتيريو شمېر سل تنو ته رسېدلی دی.
اوس په افغانستان کې اووه زره او اته سوه بريتانوی سرتيری ميشت دي او زياتره يې په هلمند ولايت کې ځای پر ځای دي چېرې چې د حکومت ضد کړه وړه سخت دي.