![]( /mmsource/images/2008/06/11/1.gif)
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيستو ځوانانو ټولنې شپاړسم ملی کانګرس د جون په لسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين مشرانو په دغه غونډه کې ګډون وکړ.
د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسی بيورو دايمی غړي لي چانګ چون غونډې ته د مبارکۍ وينا وکړه او و يې ويل ځوانان د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې يو تازه او مهم ځواک دی. ځوانانو د روان کال له پيل راهيسی د باران او واورو له سخت اورښت او سختې زلزلې سره د مقابلې په بهير کې اغېزمنو شويو سيمو ته ډېر خدمتونه برابر کړي دي.