د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د جون په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له خوا د پاکستان پر يو پلټونکي يو مرکز د هوايي بريد سخته غندنه وکړه.
د دغې اعلاميې له مخې، افغانستان ته نژدې د پاکستان د مهمند قبايلي سيمې په يوه غره کې د پاکستان پوځ پر يو پلټونکي مرکز په ياد شوي هوايي بريد کې له منځه وړل شوی او د پاکستان يوولس تنه سرتېري وژل شوي دي.
دغې اعلاميې د امريکا په مشرۍ په افغانسان کې د ائتلافي ځواکونو د دغه عمل سخته غندنه کړې او احتجاج يې څرګندی کړی دی. د دغې اعلاميې په وينا، د ائتلافي ځواکونو دغه عملياتو د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د ائتلافي ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د همکارۍ او خدمت بنسټ ته زيانونه رسولي، نو پاکستان د خپلو هېوادوالو او سرتېريو ساتلو حقونه ساتي.