<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-13 19:18:19    
یو بې ساری او استثنايي ژوند :

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام عزتمندو اورېدونکيو نېکې هيلې او سلامونه، خوښ يم چې تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا ستاسو چوپړ ته حاضر شوی يم ، او د دغې لړۍ يوه بله کړۍ تاسو ته وړاندې کوم ،درنو دوستانو نن به د يو هغه بهرني په اړه تاسو ته معلومات درکړم چې شاوخوا شپږ لسيزې مخکې دلته چين ته راغلی، زده کړې يې کړي ، واده يې کړي او بېلابېلې دندې يې تر سره کړي دي .نو که د خپرونې تر پايه راسره مله پاتې شئ پدې هکله به ډېر څه واورئ .

هغه مهال بيجينګ ته پسرلی راروان و، ورځ روښانه وه ، او هرې خواته د ګلانو غوټۍ غوړېدلې وې ،د اونۍ په يوه ورځ کې شاوخوا چوپتيا خوره وه ، د سيچا هی تنګي چاپېره باد لګېده ،سيچاهي ته د لسو روحاني ماڼيو جهيل هم وايي،زما د درې ټايره لرونکې بايسکل يا ريکشا لار هم کله کله پر هغې خوا پېښيږي ، يو شمېر چلوونکي ځينو هغو سيلانيانو ته چې په شاووخوا کې چکر وهي په ځانګړي غږ سره نارې وهي او هغوی خپلو ريکشاو ته وربلي . هغه ځای د سيدني د شېپور کور دی .

يو لوی انګړ مې وموند ، چې پر دروازه يې د خاوند چيني او انګليسي دواړه نومونه ليکل شوي و ، ما د کور زنګ وواهه ، لږ شيبه وروسته يو سړی ودرېد چې هغه سړی ښاغلی شيپور و . لومړی څه چې ما وليدل او ورته مې پام شو هغه دا و چې ښاغلی شيپور ښکلې ځوانی درلوده ، منظم سپين نقره يې ويښتان ، روښانه نصواري رنګه سترګې او زړه راښکونکې څېره د هغه له نورو مشخصاتو څخه و .

د يوې لنډې شيبې له پاره يې ماته وکتل تر څو ما و ارزوي ، د بېلګې په توګه زما شخصيت ، موخه او هلته زما موجوديت ، او وروسته تر دې ټولو خپل کور ته د ننوتلو لپاره ماته هرکلی ووايي .

د خوښۍ وړ خبره دا وه چې شيپور وويل چې په خصوصي توګه زده کړې کوي ،چې دا خبر د جنوب خلکو يو راز ګڼل کيږي .ما د هغه په هکله د پراخې څېړنې او هغه څه چې په هغه کې موجود و ډېر څه ليکلي و .او زه په چين کې د هغه له اوږدې مخينې څخه خبر وم . خو په روانې چينې ژبې د هغه خبرو او د هغه چيني عادتونو زه باالکل حيران کړی وم .شنې دوديزې جامې ، د ټوکر څخه جوړ شوي دوديز بوټان ، په کور کې يې موجود لوښي ، د هغه چال چلند او اخلاق او نور ډېر څه ... که د هغه ژېړ ويښتان ، روښانه پوستکی او نصواري رنګه سترګې نه وای نو ما کولای شول چې هغه ته يو چينايي ووايم .

د واټن په پام کې نيول :

په يوه يهودي کورنۍ او په نيويارک ښار کې را لوی شوی شېپور په نولس سوه اوه څلويښتم کال کې شانګهای ته راغی .شېپور هغه څه چې په تېرو شپږو لسيزو کې په چين کې تېر شوي، او د نوي چين د رامنځ ته کېدو يو ښه شاهد دی او هر څه ور په يادوي .

د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د نورو دندو تر څنګ د هوايي ضد وسلو برخه کې هم کار کاوه .څه موده وروسته پوځ وغوښتل چې په ځانګړو برخو کې يو شمېر بهرني روزونکي چې په بېلابېلو ژبو خبرې وکولای شي په دندو وګماري ، او نورې ژبې هم زده کړي چې سيدنې شېپور هم يو له هغو کسانو څخه وشمېر ل شو .

شېپور وايي ما په پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړه ، خو دوی راته وويل چې دوی په فرانسوي ژبه خبرې کونکي ډېر کسان لري ،نو بيا يې ما ته وړانديز وکړ چې أيا خوښه دې ده چې چينايي ژبه زده کړې ، په لومړي سر کې زه هک پک او حيران شوم ، خو وروسته مې دا مفکوره خوښه شوه .

داسې وخت هم راغی چې هغه خپل ځان په دغه ژبه کې ډوب وليد ، او شېپور د پخواني تمدن تر اغېزو لاندې راغی، چې ډېر لېوالتيا يې ورته ښکاره کړه . هغه د زده کړو له پاره بهر ونه لېږل شو، خو له پوځي دندې څخه تر رخصتېدو وروسته هغه د کولمبيا د يالي په پوهنتون کې د چينايي ژبې او کولتورزده کړو ته دوام ورکړ .

د چين په هکله د زياتو معلوماتو او پوهې لېوالتيا او مېنې شېپور دې ته وهڅاوه چې امريکا د چين په تکل شا ته پريږيدي او هماغه و چې په ١٩٤٧ کال کې شانګهای ته راغی .

شېپور وايي ما غوښتل چې خپله چيني ژبه پياوړې ، او ښه پرمختګ ورکړم ، او وکولای شم چې په روانه توګه خبرې پرې وکړم ، او وروسته تر هغه د دندو فرصتونه ولټوم . زما چيني ملګرو مشوره راکړه چې د ژبې د لا ښه زده کولو لپاره بايد بيجينګ ته ولاړ شم ، ځکه شانګهايي لهجه د معياري چيني ژبې له لهجې سره ډېر زيات توپير لري ، خو ما تصميم ونيو چې لومړی د يو څه مودې لپاره په شانګهاي کې پاتې شم ،تر څو له چاپېريال سره يو څه بلد او أشنا شم .

په شانګهای کې و چې شېپور له خپلې راتلونکې ميرمنې فونېکس سره أشنا شو ، فونېکس يو چيني لوبغاړې او ليکونکې ده ،چې مخکې يې له شېپور سره د يالي په پوهنتون کې زده کړې کولې ، او هملته يې مينه سره پيدا شوه چې په پايله کې يې د ١٩٤٨ کال د مې په شپاړسمه نېټه واده سره وکړ .

وروسته فونېکس د چين د کمونست ګوند لپاره تر ځمکې لاندې له خطره ډکې دندې ترسره کولې ، چې شېپور هم ډېر ژر پکې راونغښت .دوي په ګډه د انقلابي خپرونو د خپرولو لپاره کار کاوه .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، او که ژوند و نو د ښاغلي شېپور پاتې کيسه به په بله اونۍ کې درته وړاندې کړم . هيله ده چې زموږ پروګرامونه ته غوږ ونيسئ ، او د هغو په اړه خپل سالم نظرونه وړانديزونه او نيوکې موږ ته راوليږئ ، د اوس لپاره مو په پاک او مهربانه خدای سپارم خوښ او سوکاله ژوند مو په برخه .