![]( /mmsource/images/2008/06/14/listen.gif)
(اوزا...........) ګرانو اوريدونکيو، همدا اوس مو د تبت د خپلواکې سيمې د ٨٦ کلن سپين ږيری سمدروپ له خوا د وړاندی شوې حماسي سعر يوه برخه واوريده چې نوم يې د پاچا ګيسار بيوګرافی دی چې د تبت او حتی د نړۍ يو مشهور حماسی سعر دی .په تېره زريزه موده کې د ولسی هنرمندانو د کوششونو له لاری دغه حماسی سعر په پر له پسې توګه بشپړ شوېدی . د چين د مليتونو کور پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د دغې حماسۍ ساتلو په هکله لږ څه معلومات وړاندی کړو.
٨٦ کلن سمدروپ له هغو هنرمندانو څخه تر ټولو غوره هنرمند ګنل کيږي چې دغه حماسی سعر وړاندی کوي.له دی امله چې په تبت کې پوهنه وروسته پاتی وه، نو هغه هم ښوونځی ته نه و ننوتلی. د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو اکاډمی د ملی څېړنې انسټيټيوټ مرستيال چی چرينګ پونچوک وويل (اواز............) په تېره پېړۍ کې د دغې حماسۍ پلټنې په کارونو کې دغه هنرمند وموندل شو. ويل شوی کله يې چی عمر ١١ کاله و ، له يو خوب وروسته يې دغه حماسی سعر ويل و. هغه زياته کړه زياتره ولسی هنرمندان په بی وزلی کورنيو کې زيږيدلی وو چې د نوی چين له جوړېدو مخکې يې ځينی برخه د واټونو پر غاړه د نندارو له لاری پيسی تر لاسه کولی او ټولنيز مقام يې ټيټ و.دوی تل له زيارت کوونکيو سره ګرځېدل او يو له بل سره يې مرسته کوله چې له امله يې د سندروپ په شان مشهور هنرمندان رامنځته شوی و.
د پاچا ګيسار بيوګرافۍ په نامه حماسی سعر ١٢٠ ټوکه او پنځه لکه بيتونه او شل
مليونه تبتی ليکونه لري. ښاغلی چيرينګ پونچوک وويل(اواز.............) په نړۍ کې څو سترې حماسي اثرونه رامنځته شوې ، خو په نورو ځايونو کې دغو حماسې نه دی پرمختګ کړی، يوازی د پاچا ګيسار له زر کلونو راهيسی پرمختګ ور کړل شوی چې تر اوسه پوری يې په نړۍ کې د ژوندي حماسې په توګه وټاکل شوی دی.د هنرمندانو اسعدادا د حيرانتيا وړ دی.دا يو معما ده چې ولسی هنرمندان په څه ډول دغه حماسی يادوي.
ښاغلی چيرينګ پونچوک وويل په ١٩٥٩ کال کې د تبت د خپلواکې سيمې له ديموکراتيکو اصلاحاتو وروسته د عصری کلتور د بډای کيدو ترڅنګ دوديز ولسی کلتور هم پرمختګ کړی دی.هغه چی په تېرو لسو کلونو کې يې د دغې حماسۍ په څېړنې لاس پوری کړی په دی اړوند وويل(اواز..........) زمونږ حکومت د پاچا ګيسار د بيوګرافۍ په نامه د حماسۍ د ژغورنې کارونو ته په درنه سترګه ګوري. په ١٩٧٩ کال کې د دغو کارونو تر سره کولو لپاره ځانګړی موسسه جوړه شوې او ور پسی د دغې حماسۍ د ژغورلو او راغونډولو کارونه په مهمو پلانونو کې شامل شوي او د دغو کارونو لپاره زياته پانګه اچول شوې ده.
ښاغلی چرينګ پونچوک وويل اوس مهال د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو اکاډمی د سمدروپ له خوا د ويل شوې حماسۍ سعر په ژغورنې لاس پوری کوي.
سربېره پردی د دېرشو کلونو د کوششونو له امله تر اوسه پوری د دغې حماسۍ څېړنې نوی پرمختګ کړی دی. هغه زياته کړه له پنځوسو کلونو راهيسی د تبت خپلواکې سيمې د ولسی ادبياتو او هنري ميراثونو د ژغورنې، راغونډونې، څېړنې، تاليف او چاپ په کارونو لاس پوری کړي دي.هغه وويل د تبت په تېره زمانه کې مذهبی کلتور په عمده مقام درلود او ولسی حماسۍ ته ارزښت نه و و رکړل شوی.
شوی. د تبت له سوله ايزې ازادې په تېره بيا له ورخلاصون او اصلاحاتو وروسته حکومت د تبت د کلتور ساتنې او پرمختګ ته ډېر ارزښت ور کړی دی. په واقعی توګه د دالای لاما ډلې هغه خبره يو بيخی دروغ دی چې وايی د چين حکومت تبتي کلتور ته زيانونه رسولي دي.