د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چانګ چنګ پنځمې شمېرې په نامه د ترهګرۍ پرضد د چين څلور ورځنی دولتي تمرين د جون په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسيد. اړوندو خواوو په دغه تمرين کې د اولمپيک لوبو په موده کې د ناڅاپې ترهګرو پېښو د مخنيوي په اړه د تګلارې او نظم پلټنه وکړه او ښه پايله يې تر لاسه کړه.
د دغه تمرين د قوماندانۍ يو مسؤل وويل په دغه تمرين کې د ترهګرۍ پرضد د بېلا بېلو خواوو د چمتوالي توان او سويې پلټنه او د امنيتي سيستم او د ترهګرۍ د مخنيوي سيستم ترمنځ همکاري پياوړې شوي ده چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو په موده کې يې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره تياری نيولی دی.