د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د پاکستان پوليسو د جون په پنځلسمه نېټه د دغه هېواد په صوبه سرحد ولايت کې يو ځل بيا د اته سوه او څلويښت کيلوګرامو په وزن چاوديدونکی توکي موندلي دي.
د پاکستان پوليسو د بنو په سيمه کې له يو لوی ډبه موټر څخه دغه چاوديدونکی توکی موندلي دي. د پوليسو په وينا دغه ډبه موټر د جنوب وزيرستان قبايلی سيمی د واڼې له علاقه دارۍ څخه دره ا أدام خيل سيمې ته په لار کې موندل شوی دی.
د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د پاکستان پوليسو د راوالپيندي په ښار کې هم د يو ټن په وزن چاوديدونکی توکي موندلي و.