د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتی شورا مطبوعاتی ادارې د دغې شورا د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د عمومی قوماندانی مرکز څخه خبر ور کړ چې د جون د ١٥ نېټې له غرمی وروسته تر غرمې پوری د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې کارونو لپاره ٥٣ مليارډ او ٧٠٠ مليون يوانه لګولی دی.تر اوسه پوری د کورنيو او بهرنيو بېلا بېلو ټولنو بسپنه ٤٥ مليارډ او ٦٠٠ مليون يوانو ته رسيدلې چې ١٤ مليارډاو سل مليون يوانه زلزله ځپلو سيمو ته ور کړل شوی.
د همدې ورځې تر غرمې پوری د دغې زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ٦٩ زره او ١٧٠ تنو او د ورک شويو کسانو شمېر ١٧ زره او ٤٢٧ تنو ته رسيدلی دی.