د سن هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د داون نيوز ټليويزيوني مرکز د جون په شپاړسمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په دغه هېواد کې د افغانستان لوی سفير ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي پر هغې خبرې احتجاج وښود چې د افغانستان ځواکونه حق لري چې د پاکستان په خاورو کې پر طالبانو بريد وکړي.
د معلوماتو له مخې د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني څرګنده کړه د کرزي دغه خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکيو ته ګټوره نه ده. هغه وويل پاکستان به د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس و نه وهي او چا ته دا اجازه هم ورنه کوي چې د پاکستان په کورنيو چارو کې لاس ووهي.