د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولتي شورا مطبوعاتی دفتر خبر ور کړ: د جون د ١٦ نېټې تر غرمې پوری د چين د بېلا بېلو کچو حکومتونو د زلزله ځپلو سيمو او وګړيو د ژغورنې کارونو لپاره ٥٣ مليارډ او ٨٦٤ مليون يوانه لګولی دی.د کورنيو او بهرنيو بېلا بېلو ټولنو بسپنه او د مرستندويه توکيو ارزښت ٤٥ مليارډ او ٧٠٠ مليون يوانو ته رسيدلی چې ١٤ مليارډ او ٢٠٠ مليون يوانه زلزله ځپلو سيمو ته ور کړل شوي دي.
د همدی ورځې تر غرمې پوری د مړه شويو کسانو شمېر ٦٩ زره او ١٧٠ تنو او د ورک شويو کسانو شمېر ١٧ زره او ٤٢٦ تنو ته رسيدلی چې د تېرې ورځې په پرتله يو تن کم شوی دی.