د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې جيانګ يو د جون په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چين به په پر له پسی توګه د يوانو د تبادلوي نظام د اصلاحاتو لپاره هڅې وکړي، خو د يوانو د تبادلوي ارزښت بدلون په امريکا کې د بهرنيو اسعارو د منفی توازن د لوړېدو لامل نه ګرځي او د يوانو د تبادلوي ارزښت لوړوالی هم د امريکا د اړوندې ستونزې د حل ښې لارې چارې نه دي.
مېرمن جيانګ يو دغه خبره په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه. دی وويل د چين او امريکا ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده . هغې زياته کړه دواړه خواوی به د چين او امريکا ترمنځ په هغو څلورمو ستراتيژيکو اقتصادي خبرو اترو کې نه يوازی د سوداګرۍ په ساحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر عمومی، ستراتېژيکيو او دايمي همکارۍ بحث وکړي، بلکې د انرژۍ او چاپيريال په ساحو کې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د لس کلنۍ همکارۍ سند لاسليک کړي چې اوس وخت په امريکا کې روانې دي