<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-19 16:12:05    
د اولمپيک لوبو په اړه د چينايانو کيسې.

cri

 تر اوسه پورې د چين دننه د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت څه دپاسه څلويښت ورځې دوام کړی دی. په دغو ورځو کې زيات شمېر لېږدونکيو د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د مشال لېږدونې په فعاليت کې ګډون کړی، برسېره پر دې يې د بې شمېره نندارچيانو زياته پاملرنه هم راجلب کړې ده.

( لومړی اواز)

کوښښ وکړئ، کوښښ وکړئ، کوښښ وکړئ...

د نندارچيانو شعارونه تل يو شان دي. خو زه باور لرم چې دوی هر کس داسې بېلا بېلې کيسې لري چې له اولمپيک لوبو سره تړاو لري. چينايان په وروستيو سلو کلونو کې د اولمپيک لوبو په اړه د خپل خوب په تر سره کولو سره کشف کړی چې دوی له اولمپيک لوبو سره نژدې اړيکې لري.

اغلې لي مې د مشال لېږدنې فعاليت يوه مينه واله ده. دې او د دې ملګرو په ورته جامې اغوستي او دوه يا درې بکسونه يې پر شا دي چې د ملي بيرغونو، د اولمپيک بيرغونو چې د پنځه کړيو نښه پرې کښل شوې او د وطن دوستۍ کميسونو په شمول د مشال لېږدونې په اړه بېلا بېل سوداګريز توکي په کې لېدل کېږي. د مشال لېږدونې فعاليت په تر سره کېدو سره اغلې لي مې د دغه فعاليت د تر سره کېدو مشال لېږدونې په هر ځای کې اړوند

سوداګريز توکي پلوري. نوموړې چې د شان دونګ ولايت يوه اوسېدونکې ده د مشال لېږدونې په هر ځای کې د سپيڅلي مشال په اړه د وګړيو مينه او تاوه احساسات کتلی. دا وايی:

( دوهم اواز)

د وطن دوستۍ په اړه زما دغه کميسونه دومره قيمتي نه دي او بيه يې يوازې پنځه يوانه ده. زما په أند دا ډېره په زړه پورې ده چې د بېجينګ اولمپيک لوبو له سپيڅلي مشال سره يو ځای بېلا بېلو ځايو ته ولاړه شم. په حقيقت کې د اولمپيک لوبې زموږ له هر کس سره تړاو لري، ځکه چې موږ ټول له وطن سره زياته مينه لرو.

ښاغلي هو شنګ بين په فو جيان ولايت کې يو مشال لېږدونکی و، خو له بې شمېره مشال لېږدونکيو څخه يو ډېر عادی کس دی، ځکه چې دی په ښار کې يو کليوال کارکوونکی دی. په ١٩٩٠ کال کې ښاغلی هو شنګ بين په پوهنتونونو کې د شاملېدو په ازموينه کې د ناکامۍ له امله له ټاټوبۍ جيانګ شي ولايت څخه فو جيان ولايت ته ولاړ او په يو ساختماني ځای کې يې په خپل کار پيل وکړ. په هغه وخت کې د نوموړي په أند دا يو نه تر سره کېدونکی خوب و چې د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال يو لېږدونکي په دغه فعاليت کې برخه واخلي. خو له اتلسو کلونو وروسته د ښاغلي هو شنګ بين دغه خوب تر سره شو. ده فکر وکړ چې د ده خوب تر سره کېدو لامل په ښارونو کې کليوالو کارکوونکيو ته د ټولنې پاملرنه ده. ده په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

ولی زه د يو مشال لېږدونکي په توګه غوره شوم، لامل يې دا دي چې مرکزي حکومت په تدريجي توګه په ښارونو کې زما په شان کليوالو کارکوونکيو ته زياته پاملرنه کوي. حکومت د يوې همغږې ټولنې د ابادولو چارې هڅوي چې له مخې يې کليوال کارکوونکي په ټولنه کې په رښتينۍ توګه ګډون وکړي.

ښاغلی ليو د نان جينګ ښار يو تکسي چلونکی دی. ده د کار له امله په نان جينګ ښار کې د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال لېږدونې فعاليت و نه شو کتلی. خو ده خبريال ته وويل چې په جدي توګه خپل کار تر سره کول له اولمپيک لوبو څخه د ملاتړ او ګډون يوه لار ده.

د اولمپيک لوبو په اړه د دريو کسانو کيسې ځانګړتياوې لري. په حقيقت کې اوس په چين کې هر کس تاسو ته د اولمپيک لوبو په اړه خپله ځانګړې کيسه ويلی شي.

ګرانو اورېدونکو، د بېجينګ او اولمپيک پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!