د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ترانسپورتي چارو د وزارت وياند هه جيان جونګ د جون په نولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه دغه وزارت پلان لري چې په راتلونکو دريو کلونو کې د زلزلې له امله ټول ويجاړ شوي سړکونه بيا اعاده وکړي.
ښاغلي هه په يوه خبري ناسته کې وويل د ون چوان د ولسوالۍ د زلزلې له امله د سه چوان، ګان سو او شان شي په ولايتونو کې څه باندی دری پنځوس زرهکيلومتره ګړندی ، دولتي او کليوالی سړکونه ويجاړ شوي دي چې د اقتصادي زيانونو اندازه يې اوه شپيته مليارډو يوانو ته رسيدلې ده.