د سن هوا اژانس دخبر له مخې د امريکا د کانګرس د مسؤلانه ادارې د جون په اتلسمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل امريکا د افغانستان د پوليسو او ځواکونو د جوړولود مرستې په هکله بشپړ پلان ته اړتيا لري.
په دغه راپور کې ويل شوي په تېرو شپږو کلونو کې امريکا د پوليسو او ځواکونو د جوړولو په اړه له افغانستان سره د مرستې لپاره لس مليارډو امريکايې ډالره لګولي دي. خو د دغو پوليسو او ځواکونو مهمات لا هم کم دی او پخپله پوځي عمليات نه شي تر سره کولای. نو د امريکا کانګرس به د دفاع وزارت او د بهرنيو چارو وزارت له خوا د بشپړ پلان له جوړولو مخکې په دې اړه هيڅ پانګه ونه لګوي.