<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-20 15:19:04    
د نينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ ته کتنه

cri

د نينګ شا د هوي قوم خپلواکه سيمه چې د چين په شمال لويديځ کې پرته ده، په چين کې د هوي قوم مسلمانانو د راغونډېدو يوازنی سيمه ده او ځانګړی کلتور لري چې له امله يې د چين د اسلامی دودونو د ښودلو لپاره يو ښه ځای دی .د چين د مليتونو کور پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د نينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ په هکله لږ څه معلومات وړاندی کړو.

د ينګ شا د هوي قوم کلتوري باغ د ٢٠٠٥ کال په سپتمبر کې جوړ شو چې تر اوسه پوری په چين کې د هوي قوم د کلتوري دودونو د ښودلو لپاره يوازنی ځای دی .د دغه باغ مسئول لې ژون ځه د دغه باغ د جوړولو موخې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز......) نينګ شا د هوي قوم مسلمانانو د راغونډېدو يوه خپلواکه سيمه ده.په چين کې د هوي قوم نفوس نژدی لس مليون تنو ته رسيږي چې دوه مليون او سل زره تنه په نينګ شا کې ژوند کوي.خو له اوږدې مودې راهيسی داسې هېڅ ځای نه و چې د هوي قوم کلتور پکې وښودل شی.د دغې سيمې حکومت د دغې تشې د ډکولو لپاره د هوي قوم کلتوري باغ او موزيم جوړ کړ.

د خپل ځانګړی کلتوري رول لوبولو له امله سيمه ايز حکومت دغه باغ ته ډېر ارزښت ور کړی دی.نوموړی وويل (اواز..........) زمونږ وطن زيات قومونه لري چې د هوي قوم په اقتصادی او کلتوري چارو کې له ٥٥ لږه کيو قومونو څخه تر ټولو پرمختللی دی.د هوي قوم کلتور د اسلامی کلتور او د هان قوم د دوديز کلتور له يو ځای کيدو وروسته يو ځانګړی کلتور شوی دی. نو د دغه باغ جوړونه نه يوازی د اوسنې زمانې

له غوښتنې سره بلکی د هوي قوم په کلتور کې د خلکو پېژندلو له هيلو سره سمون لري.

زمونږ خبريال د دغه مسئول په لارښوونې سره کلتوری باغ ته ورغی.د دروازې په وړاندی يو داسی هنری ډګر موجود دی چې پکې له شل تنو څخه ډګ دی. د اخترونو په مهال خلک دلته نڅاکوي او سندرې وايی.د دغه باغ يو کارکوونکی شو وي خبريال ته د دغه باغ د جوړولو په باب معلومات وړاندی کړل. هغه وويل(اواز..........) د دغه باغ مساحت شل هکتارو ته رسيږي چې د هوي قوم موزيم،دوديزه ودانۍ ، د هوي قوم دوديز کلی، يو خوړنځی او يو هنری مرکز پکې شامل دی.

دغه موزيم پنځه تالارونه لري چې د هوي قوم او اسلام دين اثارو په اړه نژدی زر کورني او بهرني سندونه پکې راغونډ شوی او د چين د هوی قوم تاريخي او کلتوری سرچينه، د اسلامی کلتور بهير، ځانګړي کلتوري دودونه، د چين په تاريخ کې د هوی قوم مهم خدمتونه او د دغه قوم جوړونه او پرمختګ څرګنديږي.

د دغه باغ ساتل شوی بډای تاريخی شيان هم د اسلامی کلتور غنی سندونو په توګه ټاکل شوی دی. شيو وي خبريال ته وويل مونږ هم د اسلام دين له ټولنې او اسلامی پوهنځي سره همکاری کوو.په وروستيو ورځو کې اسلامی پوهنځی هم دغه موزيم د مسلمانانو د وطن دوستۍ پوهنې د يوې اډې په توګه ټاکلی دی.

د دغه موزيم ساتل شوي بډای شيان هم زيات بهرنی دوستان راجلبوي. د دغه باغ مسئول لی ژون ځه خبريال ته وويل د دغه موزيم له جوړولو وروسته د کويت، ايران، پاکستان او مصر په شمول يوشمېر هېوادونو سفيرانو له دغه ځای څخه ليدنه وکړه. د دوی په أند دا د حيرانتيا وړ ده چې د چين په ستره برخه کې يوه داسی اسلامي ودانۍ شته.نوموړي زياته کړه چې دغو سفيرانو په جلا جلا توګه غوښتنه وکړه چې له دغه موزيم سره همکاری وکړي او په وړيا توګه دغه موزيم ته بېلا بېل اسلامی توکی ور کړي چې له مخې يې د اسلامی کلتور ساتل شوی شيان بډای شی.هغه دا هم وويل دی به له کارکوونکيو سره خپلو کوششونو ته دوام ور کړي چې دغه باغ د کورنيو او بهرنيو مسلمانانو د غونډه جوړولو او د نظريو تبادلې يو مرکز وګرځي.