<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-21 19:44:11    
موږ او اورېدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو السلام عليكم، زه امان الله عمران د خپلو نېكو هيلو په وړاندې كولو سره بيا هم ستاسو سره د موږ او اورېدونكي پروګرام كې ملګرى يم او اورېدو ته يې ستاسو هركلى كوم، نو هيله ده د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، دا چې تاسې به خپلو ليكونو ته په انتظار وئ، نو خپلې خبرې رالنډوم او سمدلاسه پروګرام پيل كوم.

- لومړى دغه دوه ليكونه را اخلم چې د مانسهرې په اچړيانو كې له حاجې اباد څخه د اريانا كلب غړي حسن خان مفتون را استولى دي. له خپلو ملګريو هر يو عبد الله، احسان الله او جاويد خان سره يې په ګډه سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: زه د اريانا كلب غړى يم، خو ستاسو نه مې ګيله دا ده چې تاسو د اريانا كلب له غړيو سره هېڅ مرسته او نه يې هم ملاتړ كوئ. ما ته د نورو كلبونو له خوا هم بلنې وشوې، خو ما ونه منلې او په خپل كلب كې پاتې يم. اورېدونكى حسن خان مفتون له خپلو ملګريو هيله كوي چې د خپل كلب فعاليتونو په بيا راژوندي كولو كې كوششونه وكړي او له سي ار اى هم غوښتنه كوي چې په دې لار كې ورسره ملګرتيا وكړي. نوموړى بيا د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې چينايي كاركوونكي ډېره ښه پښتو وايي، او پوښتنه ترې كوي چې د دوى لپاره پښتو ژبه سخته ده او كه نورې ژبې؟ بيا پوښتنه كوي: تاسې په راتلونكي كې افغانستان ته د تګ نيت لرئ كه نه؟

- له يو نامعلوم ځاى څخه اورېدونكى محمد عيسى په خپل ليك كې ليكي: زه ستاسو ښكلي پروګرامونه په ډېر شوق او مينه اورم او په راتلونكي كې به يې هم اورم. بيا وايي: د سي ار اى پروګرامونه په ټوله نړۍ كې خپرېږي نو بايد هر انسان ترې ګټه واخلي او شوق ورسره ولري. موږ هيله لرو چې زموږ او ستاسو ترمنځ اړيكي ټينګ شي، او تاسې موږ ته د نړۍ د سپورټ په باره كې معلومات راكړئ.

- دغه بل ليك بيا له مانسهرې څخه د خراسان كلب غړي طار ق الله همدرد را استولى دى. له سلامونه وروسته يې ليكلي: له تاسو څخه ډېر خوشاله شوم چې د اورېدونكيو وړانديز مو ومانه او پښتو هېنداره مو په مجله بدله كړه. د پښتو هېندارې وروستۍ ګڼه چې د مجلې په توګه مو چاپ كړې، ټوله مې ولوستله او ډېر زيات معلومات مې ترې ترلاسه كړل. تاسې يې بايد، نوموړى بيا وړانديز كوي، په راتلونكي كې حجم زيات كړئ چې نور زيات معلومات هم ترې ترلاسه كړى شو. اورېدونكى قدرت الله ارماني زياتوي: زه له تاسو څخه هيله كوم چې اورېدونكيو ته يوه داسې سي ډي ورولېږئ چې د چين تاريخي اثار، شنې سيمې او د وچې، ځنګلونو او اوبو حيواناتو انځورونه په كې وي، ځكه ټول اورېدونكي دا هيله لري، نوموړى وايي، چې چين په خپلو سترګو وګوري، خو د اورېدونكيو لپاره دې هيلې ته په رسېدو كې ډېرې ستونزې وي. نو تاسو يې، نوموړى زياتوي چې په بدل كې يې دغه ډول سي ډي راولېږئ چې د اورېدونكيو هيله تر يو ځاى پوره شي. اورېدونكي طارق الله همدرد د خپل ليك په پاى كې يوه ټوكه هم را استولې او ليكي: يو سړى ډېر لټ و، له واده ورسته به يې هم كار نه كاوه، مېرمنې به يې هره ورځ ترې غوښتنه كوله چې ووځي او چېرې په كار پسې لاړ شي. يوه ورځ باران اورېده، نو ښځې يې بيا خاوند ته په يو كار پسې د وتلو يادونه وكړه، نو خاوند يې وويل: نه مې پرېږدې، ما ته مې جامې او زما نور سامان الات راكړه. ښځې يې هر څه وركړل، او سړى ورسره له كور څخه بهر شو، او هلته په سراى كې د تنور د پاسه كېناست، ښځې يې له ځا ن سره وويل چې خاوند به يې په دغه باران كې چېرې وتلى وي! نو ورپسې د باندې راووته چې ګوري د تنور د پاسه ناست دى، ښځې يې ورته وويل: راځه كور ته باران دى! خاوند يې په ځواب كې ورته وويل: پرې مې ږده چې په همدې مساپرۍ كې مړ شم.

- د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د جونو غونډۍ له صبريو كلي څخه د يوراج كلب مشر محمد شفيق مقاليديار په خپل ليك كې لومړى سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا ليكي: ما تاسو ته د پښتو كسټونه، چې مطلب يې ښايي سندرې وي او هم يوه كتابچه چې ما په كې خپل شعرونه ليكلي وو تاسو ته مې د اسلام اباد په پته درلېږلي خو ډېر وخت تېر شو، دى وايي، چې ستاسو له لوري يې په اړه كوم احوال را نه كړى شو. نه پوهېږم چې تاسو ته به در رسېدلې وي كه نه؟ نو ګرانه مقاليدياره ، تر اوسه خو نه دي رارسېدلي، خداى وكړي چې راورسېږي موږ هم سترګې ورته په لار يوو. اورېدونكى مقاليديار د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو د ور رسېدو ډاډ راكوي او بيا مننه كوي.

- له مانسهرې څخه اورېدونكي محمد زبير درويش په اردو ژبه يو ليك را استولى، د پښتو خپرونې د كاركوونكيو نومونه يې ليكلي او ټولو ته يې سلامونه ويلي دي. بيا وايي: زه په پښتو پوهېږم، خبرې پرې كولى شم، خو ليكلى يې نه شم، زما پيغام دا دى، نوموړى وايي، چې پروګرام نور هم زيات كړئ. اورېدونكى محمد زبير زياتوي: زه دواړه پښتو او اردو خپرونې اورم، بلكې زما د كورنۍ ټول غړي په خوشالۍ سره ستاسې خپرونې اوري، موږ ستاسو څخه مننه كوو چې زموږ لپاره غوره پروګرامونه خبرې چمتو كوئ. ستاسو پروګرامونه مو خوښېږي. دى بيا د خپل ليك په پاى كې د خپل ليك د ځواب پر وراستولو ټينګار كوي.

- دغه بل ليك را اخلم چې له كوهاټ څخه زموږ همېشني همكار سيد وارث حنيفي را استولى دى. لومړى يې سلامونه او نېكې هيلې ويلې او بيا يې ليكلي: ستاسو خپرونه او بېلابېل پروګرامونه مو په مينه او شوق سره اورو، د هر وخت به څېر په زړه پورې دي، ډېر او ښه په زړه پورې معلومات ترې ترلاسه كوو. هنر او كلتور، ژوند په چين كې، ساينس او روغتيا، چين ته سفرونه او موږ او اورېدونكي پروګرامونه مو ډېر خوښېږي. بيا په كابل، خوست او مانسهره كې د بېلا بېلو كلبونو غړيو او مشرانو ته هم سلامونه وايي. سيد وارث حنيفي زياتوي: د راډيو له لارې مې د نوې مسابقې او سيالۍ اعلان واورېد، خوشالېږم چې د چين نړيواله راډيو وخت په وخت خپلو اورېدونكيو ته نوې او په زړه پورې سيالۍ برابروي.

- له مانسهرې څخه اورېدونكى اسامه امين په خپل ليك كې له سلامونو وروسته وايي: ډېر وخت كېږي چې ما تاسو ته ليكونه نه دي درلېږلي، زموږ له ډاګ والا سره لانجه راغلې وه، نو كله به مو چې ليكونه در استول هغوى به نه درلېږل. موږ ډېره اندېښمن وو، اوس مو له ډاګ والا سره جوړجاړى كړى او ليكونه در استولى شو. بيا زياتوي: زموږ د كلب ټول غړي پر دې ډېر خوشاله شوو چې پښتو هېنداره مو په مجله واړوله او زموږ د كلب ليك مو هم په خپور كړى دى. اورېدونكى اسامه امين د خپل ليك په پاى كې وايي: لكه څنګه مو چې پښتو هېنداره په مجله بدله كړه همداسې د خپلې خپرونې وخت هم زيات كړئ.

- دهمدغه ځاى مانسهرې څخه د ډلفين كلب يو بل غړى محمود ذاكر ايوبي هم ليك را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: ډېر وخت كېږي چې ليكونه مې نه دي در استولي، زموږ دعا ده چې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه ورځ په ورځ پرمختګ وكړي. نوموړي بيا د خپلو ملګريو هر يو فضل خالق، عامر تسليم، صهيب سلطاني، نذير عمران او خانجان نومونه ليكي او وايي: دوى هم تاسو ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه وړاندې كوي. اورېدونكى ذاكر محمود ايوبي د خپل ليك په پاى كې وايي: اوس د بهار موسم دى، يو ښايسته موسم چې ګلان پكې غوړېدلي او ونې په كې شنې شوې دي، نو هيله ده چې زموږ ترمنځ دوستي هم تل همداسې سمسوره وي.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، اوس به موسيقۍ ته نوبت وركړو، نو راځئ چې دا ځل د هما په غږ دغه سندره واورو.

- درنو اورېدونكيو د هما سندره مو واورېده، د موږ او اورېدونكي پروګرام هم ورسره پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.