<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-21 18:33:43    
د اسلام أباد نړيوال هوايي ډګر نوم به د بينظير بوټو په هوايي ډګر بدل شي.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني د جون په شلمه نېټه څرګنده کړه چې د پخوانۍ صدر اعظمې بينظير بوټو د يادونې لپاره د پاکستان د پلازمېنې اسلام أباد هوايی ډګر به د بينظير بوټو هوايي ډګر په نامه وبلل شي.

نوموړي وويل چې د جون يوويشتمه نېټه د مېرمنۍ بينظير بوټو د زېږېدنې ورځ ده، د دې د درناوي او د پاکستانيانو او د پاکستان د ديموکراسۍ بهير لپاره د دې د خدمتونو يادونې لپاره يې ياده شوې پرېکړه کړې ده.

مېرمن بينظير بوټو د تېر کال د دسمبر په اووه ويشتمه نېټه په راولپنډۍ ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ووژل شوه.

بر سېره پر دې، صدر اعظم ګيلاني پرېکړه وکړه چې د راولپنډۍ عمومي روغتون د بينظير بوټو روغتون په نامه بدل شي او د دې د مړينې پر ځای هم يو څلی جوړ شي.