د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون يويشتمه نېټه د جنوبی قطب له ځانګړی اختر يعنی د منځنی ژمی له اختر سره برابره ده. د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنوبی قطب د څېړنې په مرکزونو کې د چين او بېلا بېلو هېوادونو کارکوونکيو ته د منځنی ژمی په رارسېدو مبارکی وويله.
هو جين تاو وويل چيني کارکوونکيو د نورو هېوادونو له څېړونکو سره نژدی همکاري کړې او ستر ارزښتناک برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي چې له مخې يې د دغې سيمې په اړه د انسانانو پېژندنه پياوړې شوې ده.