د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان يو چارواکي د جون په درويشتمه نېټه د دې خبرې پخلی وکړ چې د دغه هېواد په لويديځ هرات ولايت کې په همدې ورځ د بهرنيو ائتلافی ځواکونو پر ضد يوه ځان مرګې چاودنه وشوه چې له امله يې څلور تنه عام وګړي ووژل او دوولس تنه نور ټپيان شول.
د افغانستان د پوليسو يو وياند وويل دغه چاودنه د هرات ولايت د شينډنډ په سيمه کې پيښه شوه. په همدې ورځ له غرمې وروسته يو سړی د يو موټر په چلولو سره د ائتلافی ځواکونو د کاروان تيريدو په وخت کې چاودنه تر سره کړه چې له امله يې عام وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته، خو ائتلافی ځواکونو ته هيڅ مرګ ژبله نه ده اوښتې .
طالبانو د دغې پيښې پړه پر غاړه اخيستې.