د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان رسمی خبري رسنيو د جون په درويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان د لاهور سترې محکمې په همدې ورځ اعلان وکړ د دغه هېواد پخوانی صدراعظم او د مسلم ليګ د نواز ډلې مشر نواز شريف دا حق نه لري چې په اضافی پارلمانی ټولټاکنو کې ګډون وکړي.
د خبر له مخې د دريو قاضيانو له خوا جوړې شوی محکمې په همدې ورځ د تورن د غوښتنې ملاتړ کړی او پريکړه يې وکړه چې نواز شريف په اضافی پارلمانی ټولټاکنو کې د ګډون حق نه لری.
د شريف ډلی وياند سديق الفاروق وويل د لاهور د سترې محکمې پريکړه سياسی موخه لری او عادلانه نه ده چې دوی د منلو وړ هم نه ده.