<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-25 16:24:20    
د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ اوربند له نويو ننګونو سره مخامخ دی

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د اسرائيلو ځواکونو او د فلسطين وسله والو ډلو د روانې مياشتې په ٢٣او ٢٤ نېټه د اسرائيلو په جنوب او د فلسطين په غزه سيمه کې په پرله پسی توګه شخړې وکړې. د دغو شخړو له امله يو ځل بيا په غزه سيمه کې د شپږو مياشتو اوربند په اړه د هغې موافقې له پلی کېدو وروسته چې د روانې مياشتې په ١٩ نېټه دواړو خواوو پرې موافقه وشوه، نوی ننګونې رامنځته شوې دي.

د روانې مياشتې په ٢٣ نېټه شپه له غزې سيمې څخه يوه ګولۍ د اسرائيلو پر جنوبی سيمه لګيدلې ده چې له ياد شوی اوربندڅخه د سرغړونې لومړی پېښه ګڼل کيږی. دغه راز د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه سهاروختی د اسرائيلو پوځ د اردن سيند په لويديځه غاړه نابلوس ښار کې پوځی عمليات ترسره کړل او د جهاد دوه غړي يی وژلي دي. که څه هم دغه سيمه د اوربند په ياده شوی موافقه کې نه ده شامله خو جهاد خبرداری ورکړی و چې که اسرائيلو د دغه سازمان پر غړيو بريد وکړي نو دی به هم ځوابی بريدونه وکړي. نو ريښتيا وه چې جهاد د همدې ورځې له غرمې وروسته د اسرائيلو جنوبی سيمې ته دری توغندي ويشتلی دی.

د اسرائيلو لومړی وزير يهود الميرت پر دې نيوکه وکړه چې د فلسطين ياد شوی بريد د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند موافقې ماتول دی او اسرائيل به اړوند تدبيرونه ونيسی. د حماس وياند صامی ابو ظوهری چې د غزې سيمې کنترولوي، پر دې ټينګار وکړ چې دغه سازمان به د يادې شوی موافقې پلی کولو ته دوام ورکړي. د جهاد سازمان چې ياد شوی بريدونه يی کړي دي، هم څرګنده کړه چې دوی غواړي د فلسطين خلک د اوربند له ارامتيا څخه ګټې واخلي نو دغه سازمان به نور بريدونه ونه کړي. خو که

اسرائيل خپلو پوځی عملياتو ته دوام ورکړي نو دوی به هم سخت غچ واخلي.

د يادې شوې موافقې له مخی، اسرائيل او فلسطين به په سر کې په غزه سيمه کې اوربند ترسره کړي. که حالات ښه وي نو اسرائيل به له څو ورځو وروسته له غزې سره د مالونو د تګ راتګ عمده بندرونه خلاص کړي او دغې سيمې ته به د مالونو د وړلو راوړلو اندازه زياته کړي. اوس د اوربند د لومړيو دوو پړاو نو د پلی کيدو حالت ښه دی. د مصر ولسمشر مبارک د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه د اسرائيلو له لومړی وزير اولميرت سره د خبرو اترو په ترڅ کې ژمنه کړې چې د تښتول شوی اسرائيلی سرتيری ګيلاد شالت د خوشی کيدو مسئلې د حل په برخه کې د رښتينی پرمختګ له ترلاسه کيدو مخکی د فرا بندر خلاص نه کړي نو ويل کيږی چې په اوسنی حالت کې د اوربند د اوږدېدو شونتيا لاهم شته .

خو د اوربند د دغې موافقې د بېلابېلو پړاو د ځانګړتياوو له امله به دغه اوربند په راتلونکی کې له زياتو ننګونو سره مخامخ وي.

لومړی، دواړه خواوې د خپلو ګټو په اړه څرنګه چابکوالی ولری؟ د بېلګې په توګه حماس به د وسلو له قاچاق څخه لاس واخلی که نه چې د دوی د توان پياوړتيا لپاره ډېر اهميت لری. دواړه خواوې په هغو خبرو اترو کې چې اسرائيل د حماس د غوښتنې له مخی د بندی شويو فلسطينيانو د خوشی کولو په بدل کې خپل سرتيری شالت د خوشی کيدو لپاره ترسره کيږی،څرنګه چابکوالی ولري؟ أيا اړوندې خواوې د فرا بندر د خلاصولو لپاره د امنيتی تدبيرونو نيولو او د څيړونکو د حيثيت په اړه موافقې ته ورسيږی که نه؟ که داسی مسئلې د دواړو خواوو د منلو وړ موده کې حل نه شی نو نورې شخړې به وشی.

دوهم، د اسرائيلو او فلسطين په دننه کې ناارامتيا شته. ښايی چې پر اسرائيلو باندی د غزې هرې وسلې والې ډلې احتمالی بريد د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو لامل وګرځي. د دې ترڅنګ د اسرائيلو د کورنيو سياسی حالاتو ناارامتيا د غزې په اړه د دی پر تګلاره هم منفی اغېزه کړې ده.

په حقيقت کې د دغه هيواد د کارګر ګوند او د ميريتس ګوند په ګډون سياسی ډلو د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه يو ځل بيا پر دريځ ټينګار وکړ چې پارلمان منحل کړي او د اولميرت واکمنی نسکوره کړي . د ښی لاس ګوند (اسرائيل زموږ کور) په دې نظر دی چې اوربند حماس ته سر ټيټولو معنی لری . د اسرائيلو پارلمان به د روانې مياشتې په ٢٥ نېټه د پارلمان د منحل په اړه د مخالفت ګوند ليکو د ډلې پر لايحې ابتدايی رايې ورکړي چې پايله به يی د اوسنی حکومت پر راتلونکی اغېزه واچوي.

د څيړونکو په أند اوس په غزه کې اوربند ډېر نازک دی او حالات يی حساسی دی. که اړوندې خواوې ثبات غواړي نو بايد زغم او ارامتيا وساتی.